د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنې له افغانانو سره څه باندې یو میلیارد یورو مرسته اعلان کړه 


دا مرستې به د نړیوالو خیریه ټولنو له لورې اړمنو افغانانو ت ورکول کیږي
دا مرستې به د نړیوالو خیریه ټولنو له لورې اړمنو افغانانو ت ورکول کیږي

اروپايي ټولنې نن سه شنبه اکتوبر ۱۲ (تلې۲۳) د جي-۲۰ هېوادونو په غونډه کې له افغانانو سره ۱.۲ میلیارد یورو بشري مرستې اعلان کړې.

دا انلاین غونډه چې د ایټالیا په کوربتوب پیل شوې ده، د امریکا ولسمشر جوبایډن او د هند صدراعظم نریندرا مودي یې هم ګډونوال دي خو د روسیې او چین ولسمشرانو بیا خپل استازي‌ استولي دي.

د غونډې په پیل کې د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې اورزولا وون دیرلاین دا بشري‌ مرستې اعلان کړې چې ‌په افغانستان کې «د لوی بشري، اجتماعي او اقتصادي سقوط» مخه ونیول شي.

اروپايي ټولنه وايي چې دا مرستې به د نړیوالو خیریه ادارو له لورې په اړمنو افغانانو وېشل کیږي او دا د طالبانو له انتقالي حکومت سره مرسته نه ده.

اروپايي ټولنې تر دې مخکې هم له افغانانو سره شاوخوا ۳۰۰ میلیونه بېړنۍ بشري مرستې اعلان کړې وې.

طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او لږ وروسته د جي-۲۰ هېوادونو غونډه وکړه خو د ایټالیا صدراعظم موریو دراغي ټېنګار وکړ چې باید پر افغانستان لویه غونډه وشي.

د جي-۲۰ هېوادونو کې د امریکا متحده ایالات، اروپايي ټولنه، چین، ترکیه، روسیه، هند، سعودي عربستان او نور هېوادونه شامل دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط او طالبانو له راتګ وروسته دا هېواد له لوی بشري او اقتصادي بحران سره مخامخ دی.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومني منشي انتوني ګوتېرش له نړیوالو غوښتي چې له افغانستان سره اقتصادي مرستې وکړي چې د بحران مخه ونیول شي.

ملګري‌ملتونه وايي‌د افغانستان څه باندې نیم نفوس د فقر او میلیونونه ماشومان بیا د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG