د لاس رسي وړ اتصالات

پر ایران بندیز لګوو، خو خپلو ملګرو ته زیان نه رسوو- بولټن


Bolton Rusia
Bolton Rusia

د متحدو ایالتونو د ملي امنیت مشاور جان بولټن وايي هېواد یې پر ایران بندیز غواړي خو خپل هغه ملګري هېوادونه، چې د ایران پر تیلو تکیه دي، نه زیانمنوي.

ښاغلي بولټن وویل "موږ پر ایران سخت فشار راوړل غواړو، خو خپل ملګري او ایتلافیان نه زیانمنوو".

نوموړي وویل دوی پوهیږي چې په جغرافیوي لحاظ له ایران سره ځینې نژدې هېوادونه نشي کولی چې د دغه بندیز له لارې ډېر زیان وویني. خو هغه دا خبره وکړه چې پر ایران د بندیزونو اغیزې وار د مخه ښکاره شوي دي، د بېلګې په ډول یې د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې د ریال لوېدل یاد کړل.

هغه وايي چې د امریکا حکومت په دې فکر کوي ځینو هغو هېوادونو ته، چې له ایران نه تیل اخلي ،اجازه ورکړي چې له تهران سره خپل روابط روان وساتي.

اسوشیتد پرس وایي چې په سیمه کې هند، چین او ترکیه د ایران د تيلو ستر پېرودونکي دي. پر ایران د امریکا نوي بندیزونه د نومبر په پنځمه پیلیږي.

د متحدو ایالتونو د امنیت د شورا مشاور دا څرګندونې داسې مهال کوي چې افغانستان کې هم داسې اندېښنې پیدا شوي چې ښايي پر ایران د امریکا د بندیزونو له کبله افغانستان ته د چابهاربندر له لارې ترانزیت یا بند او یا هم ټکنی شي.

ځينو افغان چارواکو دا خبره هم کړې ده چې شاید امریکا افغانستان ته هم اجازه ورکړي چې له ایران سره دا تجارتي روابط وساتي.

د چهابهار بندر هند، ایران او افغانستان سره نښلوي او یوازینۍ لار ده چې افغانستان له سمندر سره نښلوي. هند تر نورو په دغه بندر ډېره پانګونه کوي.

XS
SM
MD
LG