د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو د افغانستان په اړه غونډه غواړي او کابل وخت


تر دې مخکې افغان حکومت په کابل کې د سولې یو نړیوال کنفرانس جوړ کړی و
تر دې مخکې افغان حکومت په کابل کې د سولې یو نړیوال کنفرانس جوړ کړی و

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي لا هم له روسيې چارواکو سره د افغانستان د سولې د غونډې په اړه په خبرو بوخت دی.

ځینو پاکستاني رسنیو خبر ورکړی دی چې روسيې پاکستان ته بلنه ورکړې چې د نومبر په لومړۍ نیټه په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه غونډې ته خپل استازي ورولیږي. روسي چارواکو تر دې دمه د دغې غونډې د نیټې په هکله څه ندي ویلي.

دا هماغه غونډه ده چې څو میاشتې وړاندې، مسکو د افغان چارواکو په غوښتنه وځنډوله. ټاکل شوې وه چې پدې غونډه کې د طالبانو د استازو په ګډون د پاکستان، ایران، روسیې او افغانستان چارواکي ګډون وکړي.

روسيي چارواکو ویلي و چې امریکا ته یې هم پدغې غونډې کې د ګډون بلنه ورکړې وه، خو هغوی رد کړې ده.

اوس د افغانستان د باندنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي امریکا غږ وویل چې افغان حکومت لا هم د مسکو د غونډې پر څرنګوالي، نیټې او نورو جزئیاتو له روسیي چارواکو سره کومې موافقې ته نه دی رسېدلی.

ښاغلي احمدي وویل "لا هم دا د بحث وړ موضوع ده. موږ کوم مشخص تاریخ نه دی ورکړی. مسئله دا ده چې لا د جزیاتو په اړه او د زمان په اړه مو توافق نه دی کړی، موږ اول باید په دغو مسایلو توافق وکړو او بیا به په نورو مسایلو بحث وشي."

ښاغلي احمدي وویل چې د مسکو په غونډه کې د افغان حکومت د ګډون او نه ګډون مسئله د امریکایي چارواکو د نه ګډون پورې اړه نلري. هغه وویل چي افغانستان خپلې پرېکړې په خپله کوي.

خو، د بهرنیو چارو وزارت دا ټېنګار وکړ چې د نړۍ په هره برخه کې چې د افغان حکومت له مشرۍ او ګډون پرته پر افغانستان غونډې کیږي، نتیجه نه ورکوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG