د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي ځواکونو له افغانستان څخه وتل پیل کړل


دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ امریکايي سرتېري مېشت دي
دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ امریکايي سرتېري مېشت دي

په افغانستان کې مېشت امریکایي ځواکونه وايي چې له افغان حکومت سره د ګډې اعلامیې او د طالبانو سره د موافقې په اساس یې له دغه هېواد څخه د خپلو ځواکونو کمول پیل کړي دي.

د امریکايي ځواکونو په اعلامیې کې ویل شوي نه دي چې د ځواکونو د کمولو دا لړۍ کله پیل شوې ده او دا هم نه ده معلومه چې تر دې دمه څومره امریکایي عسکر وتلي دي.

اعلامیه وايي چې دغو ځواکونو په مشروط ډول له افغانستان څخه وتل پیل کړي دي او " په ۱۳۵ ورځو کې به یې شمېر ۸۶۰۰ ته راکم شي".

د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لېګیټ د دوشنبې په ورځ (مارچ۹) په اعلامیې کې ویلي دي: "امریکايي ځواکونه د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره ټول امکانات او صلاحیتونه په واک کې لري چې په کې د داعش د خراسان او القاعدې ډلو خلاف د ترویزم ضد عملیات او د افغانستان د امنیتي او د فاعي ځواکونو ننګه شامل دي."

له افغانستان څخه په مشروط ډول د امریکايي ځواکونو د وتلو مسئله له وسله والو طالبانو سره د موافقې مهم شرط و. خو امریکایي ځواکونه وايي که طالبان په خپلو ژمنو وفا ونکړي، دا تړون ماتېدلی شي.

امریکایي ځواکونو داسې مهال له افغانستان څخه د عسکر د کمولو لړۍ پيل کړه چې محمد اشرف غني د دغه هېواد د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه او سیاسي سیال یې عبدالله عبدالله " په خپله ځان ولسمشر اعلان کړی".

ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې وویل چې له طالبانو سره به مذاکراتي ټیم ژر اعلان کړي او همدغه راز د طالب بندیانو د پرېښودو په اړه به هم یو فرمان صادر کړي. د طالب بندیانو له پرېښودو وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي.

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ امریکايي سرتېري مېشت دي.

XS
SM
MD
LG