د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له ۵۰ زرو ډیر افغان کډوال مني


د امریکا متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیر وایي چې د امریکا حکومت د ۵۰ زرو ډیر هغه افغانان چې د کابل نه په الوتکو کې د تخلیې په بهیر کې ایستل شوي، مني.

الیهاندرو مییورکاس نن جمعه سپټمبر ۳ (وږي۱۲) په یو خبري کنفرانس کې وویل چې متحده ایالاتو د تیرې میاشتې راپدیخوا څه باندې ۴۰ زره کسان دې هیواد ته رالیږدولي او وایي چې دا شمیر ښایي نور هم ډیر شي.

تقریباً ۲۵ په سلو کې را ایستل شوي کسان امریکایي اتباع، په امریکا کې د دایمې اوسیدنې سند لرونکي او هغه افغانان و چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو یا حکومت سره د ژباړونکو په توګه یا نورو ماموریتونو کې کار کړی و. د خطر سره مخ افغانان هم پدې بهیر کې رایستل شوي.

د کورني امنیت وزیر وویل چې میرمنې، ماشومان او د مدنې ټولنې فعالین هم په را ایستل شویو کسانو کې شامل دي.

دغه امریکایي چارواکي وویل چې ټول هغه افغان کډوال چې متحده ایالاتو ته راغلي، د ترانزیت په مختلفو پړاونو کې ترې پوښتنې کیږي، طبي معاینات او د کرونا ضد واکسین ورته تطبیق کیږي.

په همدې حال کې ویل کیږي چې لا هم سلګونه امریکایي اتباع او د امریکایي ځواکونو او حکومت افغان همکاران په افغانستان کې پاتې دي او د رایستلو لپاره یې هلې ځلې روانې دي.

د کابل نړیوال هوایي ډګر د هماغې ورځې راپدیخوا تړل شوی چې د امریکا په مشرۍ ټول بهرني ځواکونه د افغانستان نه راووتل. قطر او ترکیې تازه ویلي چې د طالبانو سره کار کوي چې هوایي ډګر بیرته فعال شي.

XS
SM
MD
LG