د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې ماین چاودنه؛ پنځه کسان وژل شوي درې ټپیان دي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د چسپکي ماین چاودنې په پیښه کې پنځه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، دغه چاونه نن سه شنبه سهار ډسمبر ۲۲ (مرغومې دوهمه) د «دوغ اباد» په سيمه کې د څرخي پله زندان اړوند ډاکترانو په موټر شوې ده٠

د افغانستان د زندانونو چارو د سمون اداره وايي چې په نننۍ چاودنه کې د دغه ادارې د روغتیا ریاست عمومي مدیره او سرپرسته سمونواله ډاکټر نظیفه " ابراهیمي" او د دغه ادارې یو بل ډاکتر او موټر چلوونکی وژل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال نورالله تره کي هم امریکا غږ ته وویل چې د چاودنې له ځایه پنځه مړي او درې ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د امریکا سفارت شارزدافیر راس ویلسن په کابل کې د محابسو ادارې پر کار کوونکو چاودنه غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

تر دا مهاله د یادې چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په دې تازه وختونو کې د کابل په ښار کې د چسپکي ماینونو چاودنې زیاتې شوي دي.

پرون دوشنبه هم د کابل ښار په دوولسمه امنیتي حوزه کې د چسپکي ماین چاودنې له امله دوه تنه ټپیان شوي وو.

د تیرې یکشنبې په ورځ بیا د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د ولسي جرګې د یوه غړي پر موټریز کاروان موټر بم برید کې ۱۰ ولسي وګړي ووژل شول او ۵۲ تنه نور تنه ټپیان شول.

تیره اونۍ د کابل مرستیال والي محبوب الله محبي او د هغه سکرټر هم په کابل ښار کې د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شول.خو مسؤلیت تر دا مهاله کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG