د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ته د یو لوړپوړي اوزبیکستاني پلاوي سفر


د طالبانو حکومت وايي چې ددغه حکومت د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په ګډون یو شمیر لوړپوړو طالب چارواکو د اوزبیکستان د بهرنیو چارو د وزیر بختیار سعیدوف په مشرۍ یو پلاوي سره په کابل کې په دواړخیزو مسلو خبرې کړي دي.

د اوزبیکستان د بهرنیو چارو د وزیر بختیار سعیدوف په مشرۍ په دغه پلاوي کې افغانستان لپاره ددغه هیواد د جمهوررئیس ځانګړی استازی عصمت الله ایرګاشف هم شامل دی. دا پلاوی د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۲( کب ۲۲) کابل ته تللی دی.

د طالبانو د حکومت د رسنیو د مرکز له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پلاوي د ریاست الوزرا د اقتصادي او اداري مرستیالانو ملا عبدالغني برادر او ملا عبدالسلام حنفي سره هم کتلي دي.

همداشان د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او اوسپنې د پټلۍ ادارو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازو هم د اوزبیکستان د کانونو، سوداګرۍ، برېښنا او نورو ادارو له استازو او سلاکارانو سره د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې ګډې غونډې کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر ملا محمد حسن سره په کتنه کې ویلي چې هېواد یې غواړي په افغانستان کې د سیمنټو د تولید د یوې فابریکې جوړولو، د ‌‌ډبرو سکرو د استخراج او له ډبرو سکرو څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي:" نوموړي د ټرانس-افغان اوسپنې پټلۍ پروژې ته په اشارې وویل، په نږدې راتلونکي کې به د اوزبيکستان مسلکي او متخصص ټیم افغانستان ته د دغې پروژې د تخنیکي چارو د ارزونې په موخه سفر وکړي."

ددغې خبرپاڼې له مخې د طالبانو د حکومت رییس الوزرا اوزبیکستاني پلاوي ته په ټولو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو د حکومت د رسنیو د مرکز له خوا په یوه بله خبرپاڼه کې اوزبیکستاني پلاوي سره د ملا عبدالسلام حنفي د کتنې په اړه ویل شوي چې ښاغلي حنفي دغه پلاوي ته ویلي چې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د اوزبیکستان سره د افغانستان په سرحد کې هیڅ امنیتي پیښه نه ده شوې.

ملا عبدالسلام حنفي ویلي:" د داعش فتنه چې د بهرنیو استخباراتو زېږنده ده له منځه وړل شوې، د نشه یي توکو کرکیله، قاچاق او استعمال منع شوی او اداري فساد صفر شوی دی... له ټولو ګاونډیانو په ځانګړي ډول اوزبیکستان سره د اسلامي امارت (طالبانو حکومت) روابط نیک او دوستانه دي."

همداشان هغه ویلي حکومت یې د ترانزیټي پروژو په ځانګړي ډول کاسا زر، ټاپي او د افغان ـ ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژو په څېر پروژې، چې منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره نښلوي د پلي کیدو هڅې کوي.

افغانستان ته ددغه اوزبیکستاني پلاوي د سفر دمخه د دغه هیواد د استخباراتو او سرحدي ځواکونو د رئیس عبدالسلام عزیزوف په مشرۍ یو پلاوي هم د طالبانو د حکومت سره د سرحدي مسایلو په ګډون په یو لړ مسلو د خبرو لپاره کابل ته سفر کړی و.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت له خوا د جنورۍ ۳۱ (سلواغې ۱۱) رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وو، چې عبدالسلام عزیزوف د ملا محمد یعقوب مجاهد سره په کتنه کې دواړو لوریو د سرحدي مسایلو، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې وې.

اوزبیکستان د منځنۍ اسیا په هغو هیوادونو کې شامل دی چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د سیاسي بدلون وروسته یې د طالبانو د حکومت سره هم نږدې اړیکې ساتلي او په تیرو څه باندې دوو کلنو کې ددغه هیواد یو شمیر لوړپوړو چارواکو وخت په وخت کابل ته سفرونه کړي دي.

د منځنۍ اسیا د څو نورو هیوادونو په څیر اوزبیکستان هم چې افغانستان سره ګډ سرحد لري د دواړو هیوادونو د سرحد په اوږدو کې د سخت دریځو ډلو د فعالیتونو په اړه اندیښنې لري.

د بحران نړیوالې ډلې (ای سي جي) واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د افغانستان او ددغه هیواد د ګاونډیانو او سیمې د هیوادونو د اړیکو په اړه په یو راپور کې ویلي چې دا هیوادونه د خپلو امنیتي اړتیاو د پوره کولو او اقتصادي ثبات لپاره د طالبانو حکومت سره په اړیکو کې دي.

د بحران نړیوالې ډلې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ ۳۰ (سلواغې لسمه) په یو راپور کې د داعش، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو ترهګرو ډلو له لورې د سیمې هېوادونو ته د متوجه ګواښونو په اړه ویلي چې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د افغانستان ګاونډیانو او د سیمې هیوادونو د خپلو امنیتي اړتیاو د پوره کولو او اقتصادي ثبات لپاره د طالبانو حکومت سره په اړیکو کې دي.

دغې ډلې ویلي : " کابل او سیمه ایز شریکان یې هڅه کوي چې د علاقې وړ دوه اړخیزو مسائیلو په اړه غیر رسمي او موقت چلند رامنځ ته کړي، چې د سوداګریزو اړیکو ښه والی، د اوبو په سر د اختلافاتو مدیریت او د نړیوالې ترهګرۍ مخنیوی په کې شامل وي."

همداشان د بحران نړیوالې ډلې د طالبانو د حکومت له خوا د قوش تیپې د کانال د جوړولو او هم د ایران او افغانستان ترمنځ د هلمند د سیند د اوبو د ویش د مسلو یادونه کړې او ویلي دي چې په دې اړه د طالبانو د حکومت او ددغو دوو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا شته دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG