د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان حکومت او رسنیو ګډه کمیټه یوه کلنه شوه


ښاغلي دانش د افغان حکومت او رسنیو ترمنځ د ګډې کمیټې لومړۍ کلیزې ته په وینا کې وویل چې حکومت د بیان له ازادۍ ملاتړ کوي.
ښاغلي دانش د افغان حکومت او رسنیو ترمنځ د ګډې کمیټې لومړۍ کلیزې ته په وینا کې وویل چې حکومت د بیان له ازادۍ ملاتړ کوي.

افغان حکومت او په افغانستان کې د ازادو رسنیو استازو د حکومت او رسنیو د ګډې کمیتې د جوړیدلو لومړۍ کلیزه ، چې د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش یې مشري کوي، نن د یکشنبې په ورځ په یوه ګډه غونډه کې ولمانځله.

دې غونډه ته د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سربیره د افغانستان لوی څارنوال، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي او د افغان خبریالانو د فدراسیون استازو هم خبرې وکړې.

د جمهوري ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش دې غونډې ته په وینا کې وویل، په افغانستان کې د رسنیو د پرمختګ سره سره رسنۍ د مختلفو خواوو څخه ترګواښ لاندې دي، چې له امله رسنۍ پخپله سانسور ته او محدویتونو ته اړ باسي.

ښاغلي دانش وویل " د جوړښت په برخه کې خنډونه هم د محدویتونو په ډله کې شامل دي، چې د خبرتیا او یا هم په نه خبریتا کې په خپلسر په رسنیو کې د عقیدې د څرګندولو او د بیان د ازادۍ مخه نیسي، چې کله پخپله د رسنیو له خوا د سانسور سبب هم ګرځي ".

د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال د افغانستان حالاتو ته په کتنې وویل، چې د اړیکو جوړښت، سیاسي او ټولنیز چلند داسې دی، چې هرڅوک ځان ته د دې حق ورکوي چې د بیان ازادۍ ته زیان ورسوي.

هغه سخت دریځه وسله والو ډلو، د غیرې مسولو وسله والو او سیمه ایز زورواکو شتون هم د رسنیو پر وړاندې په تاوتریخوالي کې اغیزمن وبلل.

دې غونډې ته د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي په خپله وینا کې خبریالانو ته ډاډ ورکړ، چې هغوی چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څخه کار اخلي د قانون له منګلو به بچ پاتې نه شي.

ښاغلي حمیدي وویل " غواړم دا پیغام بیا تکرار کړم، چې هیڅ ډول تاوتریخوالی د قانوني غبرګون پرته نه پاتې کیږي ".

فهیم دشتي، د افغانستان د خبریالانو د فدراسیون په استازیتوب د رسنیو پورې تړلو قوانینو باندې د بیا غور غوښتنه وکړه او ویې ویل چې په دغو قوانینو کې ټولې رسنۍ د یو ډول امتیازاتونو او مالیو پر ورکولو مکلفې شوي دي.

د افغان حکومت او رسنیو د ګډې کمیتې د جوړیدلو لومړۍ کلیزه په داسې حال کې نن ولمانځل شوه، چې د بې پولې خبرورکوونکو د ټولنې " ار ایس ایف" د راپور له مخې سږکال په افغانستان کې نهه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په تروریستي بریدونو کې وژل شوي دي.

د " ار ایس ایف" په دې راپور کې چې تیره اونۍ خپور شو، افغانستان د خبریالانو لپاره د سوریې او مکسیکو وروسته درییم ګواښوونکی هیواد په توګه پیژندل شوی دی.

XS
SM
MD
LG