د لاس رسي وړ اتصالات

مک‌‌کال: د افغانستان څخه د امریکا د ګډوډ وتلو د څیړنو هدف د تکرار مخنیوی دی


د متحدو ایالتونو د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر، مایکل مککال
عکس- ارشیف
د متحدو ایالتونو د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر، مایکل مککال عکس- ارشیف

د متحدو ایالتونو د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر مایکل مککال دفتر په دې وروستیو کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ګډوډ وتلو په اړه راپور خپور کړی او د تخلیې په دغه بهیر باندې کلک انتقادونه شوي دي.

مک کال د امریکا غږ د اردو څانګې له خبریالې سبا شاه خان سره په خبرو کې دا رد کړه چې ګنې دا راپور د سیاسي انګیزې په اساس، د جمهوري ریاست تر ټاکنو مخکې خپور شوی. مایکل مککال وویل چې د راپور هدف دا دی چې «بیا هېڅکله داسې کومه تخلیه»‌ ونه شي.

د دغې کمېټې دموکرات استازي ګریګوري میکس د سه شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې په دې راپور باندې انتقاد وکړ او ویې ویل چې په راپور کې «د خپلې خوښې شاهدانو شاهدۍ» غوره شوي او هر هغه څه یې لیرې کړي چې له افغانستان څخه د وتلو په اړه ددغه یو اړخیز دریځ سره یې مرسته نه کوله.»

هغه زیاته کړې چې جمهوري غوښتونکو ددې تحقیق کومه کاپي دموکراتو قانون جوړونکو ته نده ورکړې.

د امریکاغږ سره په مرکه کې مککال د سپینې ماڼۍ په مقاماتو تور لګولی چې بحثونه یې ځنډولي او پوښتنو ته یې ځوابونه ندي ویلي او د سپتمبر په درېیمه نېټه یې د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن د استیضاح په اړه د خپلې پرېکړې په اړه خبرې وکړې.

نوموړي د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۱۰ امریکا غږ ته وویل: «موږ لا هم تحقیقات بشپړ کړي نه دي.»

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماتیو میلیر تیره اونۍ وویل چې انتوني بلینکن د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې له خوا په ټاکل شوې نیټې شاهدي ورکړي او د مککال د غوښتنې په اړه یې نورې مناسبې نیټې وړاندیز کړي.

دا مرکه د اوږدوالي او وضاحت لپاره ایډیټ شوې ده.

امریکاغږ: ولې د بهرنیو اړیکو کمېټې اوس دا راپور خپور کړ؟ تر دوو میاتشو کم وخت د جمهوري ریاست ټاکنو ته پاتې دي، ځینو ویلي چې دا راپور سیاسي انګیزه لري؟

مایکل مککال: ګډوډ وتلو څخه... درې کاله تېر شول. په لومړي کال کې، اکثریت -هغه وخت د استازو خونې اکثریت دیموکراتان وو- هېڅ هم ونه کړل چې تحقیقات وکړي. ما د هغه څه په اړه چې شوي وو، دوه کاله تېر کړل او دا هر اړخیز، بشپړ او تاریخي وضاحت (معلومات) برابر کړل. په عین وخت کې مو ډېرې استماعیه غونډې هم وکړې. موږ مجبور شو چې د تحقیروونکي بهیرونو ګواښ وکړو. کاش ما دا کار یو کال مخکې کړی وای. تاسو پوهېږي‌ چی ادارې ( اوسنی حکومت) زموږ مخه نیوله او د دغه راپور خپرېدل یې ځنډول. رښتیا دا دي چې موږ لا تحقیقات بشپړ کړي نه دي.

امریکا غږ: راپور ته په کتو، ستاسو په فکر د بایډن ادارې باید څه کړي وای چې د وتلو په مهال د ګډوډیو مخه نیول شوې وای؟

مککال: دا یو مهم ټکی دی. ځواکونه په سیمه کې دي‌ او خپل کار کوي. (د مخکني حکومت له لوري د ټاکل شوي مهالوېش په اساس چې پرې مذاکره شوې وه) ځواکونه د جولاۍ په میاشت کې وځي. استخباراتي ادارې هر څه چې کېږي ګوري. هغوی د دغو معلوماتو راپور ورکوي. کله چې لوړې کچې ته رسېږي، ګوتې په کې وهل کېږي. او بیا ویل کېږي چې په افغانستان کې هر څه سم دي، خو په حقیقت کې حالت ډېر خرابېږي. د قانون له مخې د بهرنیو چارو وزارت موظف دی چې د غیر جنګي تخلیې د ماموریت په نامه د تخلیې طرحه وړاندې کړي. خو هغوی د دغه کار په وړاندې مقاومت کاوه او فکر یې کاوه چې تخلیه د ماتې په مانا ده. هغوی تر هغې ورځې پورې منتظر وو چې طالبانو کابل ونیوه او بیا یې د تخلیې پلان پيل کړ. له همدې کبله ډېر ګډوډ و. همدا علت و چې ۱۳ سرتېري،‌ نارینه او ښځې، د طالبانو سره شا ته پرېښودل شول چې د افغانانو په اېستلو کې له هغوی سره کار وکړي.

امریکا غږ: راپور وايي‌ چې ولسمشر بایډن د ۲۰۱۸ د سپتمبر څخه د ۲۰۲۱ تر اکتوبر پورې، زلمی خلیلزاد د افغانستان د بیا پخلاینې لپاره د ځانګړي استازي په توګه ساتلی و، ښکاري چې بایډن د ۲۰۲۰ د دوحې په تړون باندې عمل کړی. آیا دا یوه ښه پرېکړه وه؟

مککال: ما چې کوم شکایت لره- زلمي او ما- تاسو پوهېږی چې زه هغه له ډېر وخت راهېسې پېژنم او درناوی یې کوم- خو هغه د دوحې په خبرو کې افغان حکومت دخېل کړی نه و. دا خبرې یوازې د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ وې. دا افغان حکومت ته یو خطرناک پیغام انتقال کړی و... هغوی فکر کاوه چې څنډې ته کړل شوي... د دوحې تړون شرایط لرل. مهم شرط یې دا و چې طالبان په امریکايي ځواکونو برید نه شي کولای. هغوی دا کار روان وساته. خو د ولسمشر د مطبوعاتو مسئول (د بهرنیو چارو وزارت پخوانی ویاند ند پرایس) په اساس، تخلیه او دوحه "بې ارزښته" وه. هغه غوښتل چې هر څه صفر کړي- صفر سرتېري، صفر قراردادیان، صفیر هوايي ځواک-. په هر صورت داسې باید شوای وای. دا باید شوی وای. هغه په لومړۍ ورځ دا پرېکړه وکړه.

امریکا غږ: د (دوحې) مذاکرات او له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه د ټرمپ په حکومت کې وشول...

مککال: دا خبره سمه نه ده، ځکه چې طالبانو د دوحې له شرایطو سرغړونې کولې. ۲۵۰۰ سرتېري پرېښودل شول- جنرال کینیت مکنزي او مارک میلي ویلي ‌وو چې دا کافي دي، د ناټو له ۶۵۰۰ ځواکونو، هوايي ځواک او قراردادیانو سره-. او کله چې د ځواکونو شمېر صفر شو، دوی کولای شي بګرام او د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر وساتي. هغه وخت و چې هر څه بدل شو.

امریکا غږ: د ټرمپ‌ ادارې له افغانستان څخه د وتلو نېټه ټاکلې وه...

مککال: خو که شرایط پوره شوي وای، چې ونه شول...

امریکاغږ: ایا فکر کوی دا مناسب دي چې یوازې د بایډن اداره مسئوله وګڼل شي؟

مککال: موږ دا کار نه کوو. موږ په حقیقت کې زلمی خلیلزاد پړ ګڼو. موږ د دفاع او بهرینو چارو وزاتونو لوړ پوړي چارواکي لست کوو چې کانګرس به په یو پرېکړه لیک کې د هغوی اعمال غندي. خلیلزاد، چې یو ښه ملګر دی، خو دا یې یوه لویه تېروتنه وه چې افغان حکومت ته یې (خبرو کې) د ګډون اجازه نه وه ورکړې. او د دې لویه برخه د لوړ پوړیو جنرالانو او استخباراتي‌ ادارو په وینا، د وتلو او تخلیې په اړه د عمل د پلان نه تطبیق مرګونې نیمګړتیا وه، چې له کبله یې امریکا، افغان ایتلافیان او تر ټولو مهم ښځې تر شا پرېښودل شوې.

امریکاغږ: په راپور کې همداشان ویل شوي‌ چې امریکا دا موضوع تعقیب نه کړه چې ایا طالبان د دوحې په تړون عمل کوي که نه؟ ستاسو په نظر امریکا څنګه وکولای شول طالبان مجبور په عمل کړي؟

مککال: زما په فکر کله چې ولسمشر پرېکړه وکړه چې (د سرتېرو شمېر) صفر کوي، طالبانو په هماغه وخت کې سرغړونې کولې. خو د هغه مطبوعاتي مسئول وایي چې دا د تخلیې په پروګرام کې بې ارزښت و. دا کار باید په هر صورت شوی وای. هغه څه چې خلک پرې نه پوهېږي، دا دي چې دا یوازې د پوځي اېستل هوايي ملاتړ او د قراردادیانو اېستل نه و. کله چې هر څه واېستل شول، افغان ځواکونه عملاً بې دفاع پاتې شول.

امریکا غږ: په راپور کې همدغه راز ویل شوي چې افغانستان د تروریستي فعالیتونو مرکز دی. آیا امریکا کولی شي طالبان پریږدي هر څه چې غواړي وکړي؟ راتلونکې تګ لاره څه ده؟

مککال: دا ډېر ډېر خطرناک دی. زه د داخلي امنیت د کمېټې مشر وم. هغه څه چې اوس یې ګورو او هغه څه چې مو مخکې لیدل دا دي چې د حقاني (شبکې) او طالبانو د القاعده ډلې د سر د دویم کس الظواهري ساتنه کوله، چې له تخلیې څخه لږ وروسته په یو هوايي برید کې ووژل شو. موږ پوهېږو چې اسلامي دولت په عراق او شام کې (داعش) او طالبان سره همکار وو. ځکه چې متحده ایالتونه یې ګډ دښمن و.
تر ټولو ځوروونکی بګرام دی، د بګرام زندان. هغوی (طالبانو) د داعش-خراسان زرګونه بندیان پرېښودل چې اوس د بهرنیو عملیاتو لپاره د خراسان سیمې- تاجیکستان، افغانستان او پاکستان- ته تللي دي تازه موږ ته د فدرال تحقیقاتي‌ ادارې (اف بي آی) وښودل چې د دوی اته کسان په متحدو ایالتونو کې نیول شوي، هغوی د جنوب لویدیځ سرحد له لارې راغلي وو... که امریکایان فکر کوي افغانستان لېرې دی، دا ټول له یو بل سره تړلي‌ دي او زمونږ ټاټوبی ګواښي.

امریکا غږ: د وړاندې تګ لاره څه ده؟ ستاسو په فکر د مخنیوي لپاره یې د امریکا تګلاره باید څه وي؟

مککال: لومړی خو دا چې موږ نه غواړو چې بیا داسې وشي. دا زما لپاره سیاسی تمرین نه دی. د فدرال د (پخواني) څارنوال په توګه، ما غوښتل چې حقایق او شواهد ترلاسه کړم او هرچېرې پسې ورشم. ما مخکې له مخکې نتیجه ګېري نه وه کړې... ستاسو د پوښتنې په ځواب کې، موږ غواړو چې یوه نوې لاره وړاندېز کړو چې د کانګرس له لوري یې په لوژیسیتکي توګه ترسره کړو چې بیا هېڅ داسې کومه تخلیه ونه شي. سایګون (د ویتنام یو ښار) بد و او دا بدتر.

امریکا غږ: په راپور کې د یوې مطالعې په اساس ویل شوي دي چې په افغانستان کې په یو کلي کې ۱۱۸ نجونې د ناویانو په توګه پلورل شوې دي او ۱۱۶ پلرونه پیرودنکو ته سترګې په لار دي. داسې ښکاري چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره کومه هیله نه شته. ستاسو وړاندیز څه دی؟ او امریکا څه کولای شي؟

مککال: ایا دا تصور کولای شی چې ۲۵ کلنه نجلۍ یاست او هېڅکله مو د (طالبانو) تر شرعي قانون لاندې ژوند نه وي کړی او اوس د ډبرو زمانې ته ستانه شئ؟ او دا هغه څه دي چې هلته پېښ شول. ما د (د کابل د هوایي ډګر) د شنې دروازې له لارې په څلورو موټرونو کې د امریکايي ښوونځي د موسیقۍ زده کوونکې نجونې واېستلې، ځکه پوهیدم چې طالبان د ښځو او موسیقۍ سره څه چلند کوي- د هغوی ورځې به په شمار وې. اوس دا کار ډېر سخت دی. آیا کولای شئ طالبان عادي کړئ؟ آیا د هغوی سره د یو بهرني ترهګر سازمان په توګه چلند کوی؟

زه فکر کوم، هره مرسته او همکاري چې د افغانستان له خلکو سره کوو، باید د ښځو او ماشومانو سره په چلند پورې مشروطه وي. هغوی ته باید اجازه وي چې ښوونځیو ته ولاړ شي، هغوی ته باید اجازه وي چې له کور څخه د باندې ووځي، هغوی باید ونه وهل شي. یوازې اساسي‌ حقونه.

دا مرکه د امریکا غږ اردو څانګې کړې

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG