د لاس رسي وړ اتصالات

د مککال راپور بایډن له افغانستان څخه په ګډوډ وتلو تورن کړی؛ سپینه ماڼۍ: حقایق چاڼ شوي


د ۲۰۲۱ د اګست ۳۱مې په دغه تصویر کې د طالبانو وسله وال د کابل هوايي ډګر ته د رسېدو په حال کې لیدل کیږي.
د ۲۰۲۱ د اګست ۳۱مې په دغه تصویر کې د طالبانو وسله وال د کابل هوايي ډګر ته د رسېدو په حال کې لیدل کیږي.

د متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمیټې جمهوري غوښتونکو غړو د یکشنبې په ورځ سپتمبر اتمه (وږي ۱۸) په یو راپور کې، له افغانستان څخه په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو د بې نظمه وتلو له کبله د ولسمشر جو بایډن پر ادارې نیوکه وکړه.

په راپور کې بایډن له دې کبله پړ ګڼل شوی چې له افغانستان څخه د وتلو "د پریکړې د احتمالي خطرونو د حل لارې په سنجولو" کې پاتې راغلی او همدارنګه دا خبرداری یې هم له پامه غورځولی چې طالب جنګیالیو د متحده ایالاتو د چارواکو له توقع څخه په زیاتې چټکۍ سره د افغانستان مهم ښارونه ونیول.

د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې له افغانستان څخه د وتلو په اړه له طالبانو سره په دوحه کې تړون لاسلیک کړ.

د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمیټې جمهوري غوښتونکو غړو په دې اړه درې کلن تحقیقات تعقیب کړي دي. په دې کې داسې تورونه هم شامل دي چې د بایډن ادارې له افغانستان څخه په خوندي ډول د ځواکونو د ایستلو لپاره مناسب امنیتي او نور پلانونه نه درلودل.

د کمیټې رئیس مایکل مک‌کال وویل چې ادارې "د افغان حکومت د پېښېدونکي سقوط په اړه معلومات لرل او په اړه یې د اړینو ګامونو اخیستلو فرصت درلود، او موږ کولی شول امریکایي پرسونل، امریکایي اتباع، شنه کارت لرونکي او خپل زړور افغان متحدین په خوندي توګه وباسو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د افغانستان څخه د وتلو په اړه د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې د تحقیقاتو په اړه ویلي چې وزارت د کمیټې له دغو تحقیقاتو سره همکاري کړې او له ۲۰۲۱ راهیسې یې "د افغانستان په اړه د اسنادو، لنډیزونو او مرکو لپاره د کانګرس غوښتنو ته د ځواب په ویلو زرګونه ساعته لګولي دي."

په دغه اعلامیه کې چې دوشنبې خپره شوه، د دوحې تړون "نیمګړی" او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو د هڅو په لاره کې خنډ بلل شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي: "د دې تړون له کبله، کله چې د بایډن ادارې واک واخیست، طالبان هڅېدلي او پیاوړي شوي وو، د ایس ای وي پروګرام له پښو لوېدلی و او د وتلو لپاره هیڅ بشپړ پلان موجود نه و."

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې ولسمشر بایډن "د امریکا د خلکو د ګټو" سره سم د ځواکونو کور ته ستنولو او د امریکا د ترټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو پرېکړه کړې ده.

له دې وړاندې ترسره شویو څیړنو کې د متحده ایالاتو په یو شمېر ادارو باندې پړه اچول شوې ده. د افغانستان په اړه د متحده ایالاتو د ځانګړي مفتش دفتر د خپل ۲۰۲۳ په راپور کې وویل چې د طالبانو لخوا د هغو ژمنو له ماتېدو سره سره چې دغې ډلې د ۲۰۲۰ په تړون کې کړې وې، ټرمپ او بایډن له افغانستان څخه د وتلو پلان عملي کړی دی.

د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمیټې ډیموکرات غړي ګریګوري میکس، خپلو همکارانو ته په یو استول شوي لیک کې ویلي چې جمهوري غوښتونکو په دغه راپور کې "د خپلې خوښې شاهدانو شاهدۍ غوره کړي او هر هغه څه یې لیرې کړي چې له افغانستان څخه د وتلو په اړه ددغه یو اړخیز دریځ سره یې مرسته نه کوله."

بایډن په مکرر ډول له افغانستان څخه د خپلې ادارې د وتلو د تګلارې له پلې کولو دفاع کړې او ویلي یې دي چې د تخلیې په بهیر کې یې تر ۱۰۰ زرو ډیر امریکایي اتباع او نور له افغانستان څخه ایستلي دي.

د سپینې ماڼۍ یوې ویاندې شارون یانګ د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې، چې جمهوریت غوښتونکی یې مشر دی، د راپور په اړه وویل چې په راپور کې یې د خپلې خوښې حقایق راټول کړي او په خبره یې مخکې له مخکې د ځینو شخصتیونو په اړه نا سم او بې پرې معلومات خپاره شوي وو.

هغې په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «له طالبانو سره د مخکنې ولسمشر ټرمپ د بدې معاملې له کبله چې په اساس یې د ۲۰۲۱ د مۍ تر میاشتې پورې (امریکايي ځواکونه) له افغانستان څخه ووځي، ولسمشر بایډن یو غیر دفاعي دریځ په میراث ترلاسه کړ.»

نوموړې وویل چې بایډن دوه انتخابه درلودل یو دا چې د تړون په اساس یې باید له افغانستان څخه ځواکونه اېستلي وای او یا یې هم د طالبانو په ضد جګړه، چې زیاه شوې وه، سخته کړې وای.

په خلیلزاد باندې انتقاد

د استازو خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مککال په دغه راپور کې او هم له سي بي اس تلویزون سره په خپلې وروستۍ مرکې کې د افغانستان د مصالحې په چارو کې د امریکا مخکنی استازی زلمی خلیلزاد تورن کړی چې د افغانستان مخکني حکومت یې له پامه غورځولی و چې د کمزوري کېدو لامل یې شو.

هغه همدغه را خلیلزاد تورن کړی چې د امریکا لوړ پوړي پوځي مشران یې هم له طالبانو سره د مذاکرې په اړه خبر ساتلي نه وو.

خو خلیلزاد په خپل ایکس کې دا تور رد کړی او ویلي دي چې د امریکا پوځي مشران یې له طالبانو سره د مذاکرو په اړه خبر کړي وو او د امریکایي پوځیانو له تصدیق پرته هېڅ تړون نه دی شوی.

هغه همدغه راز ویلي دي چې د افغانستان د مخکني حکومت مشران له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو خبر وو او د امریکا او طالبانو ترمنځ توافق «بین الافغاني» خبرو ته لاره هواره کړه.

مایکل مککال دا انتقاد رد کړی دی چې ګنې د امریکا د ټاکنو په درشل کې د دغه راپور خپرول سیاسي انګیزه لري او یا په راپور کې د ټرمپ تېروتنې له پامه غورځول شوې دي.

د متحدو ایالتونو د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې راپور داسې مهال خپرېږي چې یوه ورځ وروسته د امریکا په ټاکنو کې د دوو مخکښو کاندیدانو کاملا هریس او ډونلډ ټرمپ ترمنځ تلویزوني مناظره کېږي. ممکن په دغې مناظرې کې له افغانستان څخه د امریکايی ځواکونو وتل هم یو بحث وي.

ددې مطلب په برابرولو کې د اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو له معلوماتو استفاده شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG