د لاس رسي وړ اتصالات

له یوې اونۍ ځنډ وروسته کندهاریانو رایه ورکړه


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، نن د شنبې د سهار په اوو بجو (لړم ۵ مه) د کندهار ولایت مرکز او ولسوالیو کې د رایې اچونې په ۱۷۰ مرکزونو کې د رایې اچونې بهیر پیل شوی دی.

په کندهار کې د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال عزیزالله پوپل وايي، چې په دغه ښار کې سهار وختي د ښځو په ګډون په زیات شمیر رایې ورکوونکي د رایې اچونې مرکزونو ته ورغلي وو.

د زرغونې انا د نجونو په لیسه کې، چې د رایې اچونې پنځلس محلونه په کې جوړ شوي، درې مرکزونه یې د ښځینه رایې ورکوونکو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

په دې مرکز کې یو شمیر ښځو رایې ورکوونکو امریکا غږ اشنا راډیو د خبریال سره په خبرو کې د رایې ورکوونکو د نومونو په لیست کې د ستونزو یادونه وکړه او ویې ویل، چې په لیست کې د رایې ورکوونکو د نومونو د لټولو په برخه کې ستونزو له امله یو شمیر ښځې، چې سهار وختي دغه مرکز ته ورغلې وې، پرته له دې، چې خپلې رایې وکاروي بیرته خپلو کورونو ته ستنې شوې.

د کندهار د ټاکنو په اړه د امریکا غږ د خبریال عزیزالله پوپل رپوټ
please wait

No media source currently available

0:00 0:08:54 0:00

د امریکا غږ خبریال وایي نارینه رای ورکوونکو هم ددې ډول ستونزو په هکله شکایت درلود او ویل یې چې په ډیرو مرکزونو کې موجودې وې.

د دغې ستونزې سربیره سهار د رایې اجونې په ډیرو مرکزونو کې د بایومټریک دستګاو د کارونې په برخه کې هم ستونزې موجودې وې، چې بیا وروسته دا ستونزه حل شوه.

د کندهار ولایت د پولیسو ویاند ضیا دراني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د رایې اچونې د بهیر د پیل وړاندې یې نن سهار د کندهار په ښار کې دوه او د سپین بولدک په سرحدي ولسوالۍ کې یو ماین مخکې له چاودنې کشف او خنثی کړي دي.

امنیتي چارواکو په کندهار کې نن تر غرمې مهال پورې د کومې امنیتي پیښې خبر نه دی ورکړی.

د کندهار په ښار کې سخت امنیتي ترتیبات نیول شوي او د جمعې د ورځې را وروسته د ښار ټولو واټونه د موټرو او موټرسایکلونو د تګ راتګ پرمخ تړل شوي او یوازې هغو وسایطو ته، چې دمخه اجازه یې ترلاسه کړې وي په واټونو کې د تګ اجازه ورکول کیږي.

د امنیتي اندیښنو له امله افغان حکومت پاکستان سره د سپین بولدک – چمن سرحد د جمعې له ورځې راپه دیخوا د دوو ورځو لپاره هم تړلی دی.

په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې د معروف او نیش ولسوالیو پرته، چې امنیتي وضعیت یې سم نه دی، په نورو ټولو ۱۴ ولسوالیو کې ۱۱۱۲ محلونو کې ترسره کیږي.

په کندهار ښار کې نن د رایې اجونې ۴۰ مرکزونه پرانیستل شوي دي.

په کندهار کې د تلې د ۲۸ مې ورځې د ولسي جرګې ټاکنې د دغو ټاکنو دوه ورځې وړاندې په یوه تروریستي برید کې د کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او د دغه ولایت د ملي امنیت د رئیس جنرال عبدالمومن د وژل کیدو د پیښې له امله د لړم پنځمې ورځې ته ځنډیدلې وې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG