د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان پارلماني ټاکنې؛ رایې اچونې بهیر تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې پیل شوی


د پاکستان د ټاکنو د کمیسیون له خوا د ټاکل شوي مهال ویش له مخې د پنجشنبې د ورځې سهار اته بجې د فبرورۍ اتم (سلواغې ۱۹) د سختو امنیتي تدابیرو لاندې د پارلماني ټاکنو لپاره د رایې اچونې بهیر پیل شوی چې د مازیګر په پنځو بجو به پای ته ورسیږي.

د پاکستان د ټاکنو د کمیسیون د شمیرو له مخې ټول ۱۷ زره او ۸۱۶ نوماندان د دغه هیواد مرکزي پارلمان او د څلورو ایالتي پارلمانونو ۸۵۵ څوکیو ترلاسه کولو سره مبارزه کوي.

دا ټاکنې په داسې حال کې پیل شوي چې په دې وروستیو ورځو کې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې تروریستي بریدونو کې د دریو نوماندانو په ګډون په لسګونو کسان مړه او ټپیان شوي دي.

په بلوچستان کې د چهارشنبې په ورځ د ټاکنو له دفترونو سره نږدې په دوو چاودونو کې ۲۶ کسان وژل شوي وو. ددغو بریدونو مسوولیت داعش په غاړه اخیستی دی.

پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره یې افغانستان او ایران سره خپل ټول سرحدونه تړلي دي. همداشان دغه وزارت په ټول دغه هیواد کې ګرځنډه تیلیفوني خدمتونه هم په موقتي ډول ځنډولي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت ویلي چې دا اقدامات یې د امنیت د ټینګیدو او د ممکنه تروریستي بریدونو د مخنیوي لپاره ترسره کړي دي.

دغه وزارت د اېکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې ویلي: "په هېواد کې د وروستیو تروریستي پېښو په پایله کې چې خلکو ته په کې د سر زیان رسیدلی امنیتي تدابیر د امنیت د ټینګیدو لپاره لازمي دي ترڅو له ممکنه ګواښونو سره مقابله وکړا ی شي نو ځکه په هېواد کې په لنډ مهاله توګه د تیلیفونونو خدمات ځنډول شوی دی."

د پنجشنبې د ورځې د ټاکنو وړاندې د پاکستان یو ستر سیاسي ګوند پاکستان تحریک انصاف تورولګوه چې دغه ګوند ته په ازاد ډول د ټاکنیز کمپاین د ترسره کولو زمینه نه ده برابره شوې. دغه ګوند ادعا کړې چې په ټاکنو کې یې د بریالیتوب د مخنیوي هڅې کیږي.

خو د پاکستان د لنډ مهاله حکومت چارواکو دا تورونه رد کړي او ویلي دي چې ټولو سیاسي ګوندونو ته د یو ډول کمپاین زمینه برابره شوې ده.

په دغو ټاکنو کې د مرکزي پارلمان د ۲۶۶ څوکیو لپاره ۵۱۲۱ نوماندانو خپل نومونه لیکلي چې په دې کې ۳۱۲ ښځې او دوه نرښځې هم شامل دي.

همداشان په دغو ټاکنو کې د پنجاب، سیند، خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتي پارلمانونو ۵۹۳ څوکیو لپاره ۱۲ زره او ۶۹۵ نوماندان ولاړ دي.

پاکستان کې خلک د پنجشنبې په ورځ په پارلماني ټاکنو کې په داسې حال کې برخه اخلي چې ددغو ټاکنو یوه ورځ دمخه د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (HRW) په یو راپور کې ویلي چې دا ټاکنې په داسې حال کې ترسره کیږي چې مخالف سیاسي ګوند څنډې ته کړای شوی، د انتقاد کوونکو او رسنیو خولې بندې شوي او مدني ټولنې لپاره فضا نوره هم تنګه شوې ده.

خو له ټاکنو دوه ورځې وړاندې د پاکستان د لنډ مهاله حکومت صدراعظم انوار الحق کاکړ د ټاکنو د څارنې لپاره دغه هیواد ته ورغلو نړیوالو څارونکو سره په کتنه کې هغوي ته ډاډ ورکړی وو چې ټاکنې به په شفاف ډول ترسره شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG