د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په انتخاباتو کې د شتمنو او د لوړې طبقې کاندیدانو رول


د پاکستان انتخاباتي مبارزې
د پاکستان انتخاباتي مبارزې

شنونکي وايي، د پاکستان په راتلونکو ټولټاکنو کې د اکثرو ګوندونو کاندیدان د ګوندي فعالینو پرځای د لوړې طبقې او شتمنو کورنیو غړي دي. د دوی په وینا سیاست او انتخابات اوس په یو ګټور صنعت اوښتی دي.

د روانې فبرورۍ د میاشتې پر اتمه نېټه په کېدونکو ټولټاکنو کې د پاکستان په کچه د لویو ګوندونو - تحریک انصاف، مسلم لیګ ن، پاکستان پیپلز پارټۍ، کاندیدان فیوډالان، صنعتکاران، کاروباریان، ټېکداران، سرداران یا نوابان دي.

د سیاسي چارو شنونکی او لیکوال فخر کاکاخېل پدې هکله امریکا غږ ته وویل: "له سیاست نه اوس صنعت جوړ شوی دی، مخکې به د هېواد په غټو ګوندونو کې نوابان او خانان وو، اوس موږ ګورو چې د مولانا فضل الرحمن په ګوند کې ډېر لوی شمېر کې خانانو او صنعتکارانو ته ټکټونه ورکړي دي. "

خو شنونکی شمیم شاهد بیا له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې په خیبر پښتونخوا کې نه یوازې جمعیت علمای اسلام ډېرې څوک‍ۍ خانانو او سرمایه دارو ته ورکړې بلکې د مولانا فضل الرحمن د خپلې کورنۍ څلور تنه د پاکستان مرکزي پارلمان ته ولاړ دي: " مولانا فضل الرحمن خپله، د هغه دوه زامن او یو یې وراره ولاړ دي، د ایالتي څوکیو لپاره یې هم د کورنۍ دوه غړي ولاړ دي او دغه ډول ښځینه کاندیدانو کې یې هم برخه ډېره ده. "

د جمعیت علمای اسلام مشر تېره میاشت د یو پاکستاني تلویزیوني چېنل سره په مرکه کې د اقربا پالنې په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وو: " ځینې کورنۍ داسې وي چې پر هغوی ولس باور کوي، لکه د بهټو صاحب کورنۍ، لکه د نهرو کورنۍ او داسې نورې. "

شنونکی شمیم شاهد زیاتوي، چې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان مسلم لیګ ن، همدا حال دی، او زیاتره ټکټونه یې مالداره خلکو ته ورکړي دي او په دې سره د دغه ګوند ډېر مخکیني مشران ترې خپه شوي هم دي. د پاکستان تحریک انصاف کې بیا هغو کسانو ته ټکټونه ورکول شوي دي چې سیاسي نوم نه لري، بلکې دوی په دې امید سره ولاړ دي چې د عمران خان په نوم ټاکنې وګټي.

په خیبر پښتونخوا کې د عوامي نیشنل ګوند، پاکستان پیپلز ګوند او جماعت اسلامي ګوند کاندیدان مخکیني روایتي ګوندي غړي دي او زیات پکې عام غریب کارکونکي دي چې دمخه یې هم پارلماني څوکۍ ګټلې دي.

په سیاست کې د شتمنو ګډون

لیکوال او شنونکی فخر کاکاخېل وايي، شتمنو خلکو ته نن سبا د ګوندونو اې ټي اېم یا د پيسو مشین ویل کېږي: " وجه یې دا ده چې ټاکنیز کمپاین چلولو بې له پیسو نه کېږي. انتخابي غونډې جوړول وي یا انتخابي مرکزونو ته د رای ورکونکو رسول وي، دا هرڅه په پيسو کېږي، نو ځکه اوس هر ګوند ځان ته پیسه دار خلک پیدا کړي‌ دي. "

نوموړی وايي‌، چې په سیاست کې د سرمایه دارو له ګډون څخه نه یوازې سیاست ته، بلکې جمهوریت، ریاست او خپله ګوندونو ته هم ګټه رسېږي. هغه زیاته کړ ه، سرمایه دار چې سیاست ته راځي نو هغه خو سیاسي نه، بلکې کاروباري فکر سره راځي، دی وايي، ۱۰۰ میلیونه مې لګولې نو ۲۰۰ میلیونه خو به وړي، نو ده چې کومې پیسې لګولې دي، تر هغه به څو چنده زیاتې ګټي.

خو بیا هم فخر کاکاخېل په سیاست کې د شتمنو، صنعتکارانو او فیوډالانو ګډون د سیاسي ګوندونو لپاره ګټور نه بولي: " سیاسي ګوندونو له دې سره ډېر تاوان وړي، ځکه چې سرمایه دار خو له سیاست سره هېڅ سروکار نه لري، د هغه خو ټول پام خپلې سرمایې ته وي، اوس موږ په ډېرو ګوندونو کې وینو چې نظریاتي کارکنان له ګوندونو ورو ورو شاته کېږي او د هغوی ځای، فیوډال، صنعتکار او سرمایه دار نیسي. "

په کوټه کې شنونکی او لیکوال برکت شاه کاکړ له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د بلوچستان په پښتني سیمو کې هم سرمایه دارو ته ټکټونه ورکړل شوي دي: " په جنوبي پښتونخوا کې جمعیت علمای اسلام، عوامي نشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر ډېره شتمنو خلکو ته د پارلماني څوکیو لپاره ټکټونه ورکړي دي، خو یوازې پښتونخوا نشنل عوامي پارټۍ چې نوې او وړه ده، خپلو ګوندي کارکنانو ته ټکټونه ورکړي دي. "

شنونکي برکت شاه کاکړ او شمیم شاهد دواړه په دې فکر دي که په انتخاباتو کې لاسوهنه ونشي، نو ولس خپله د وخت په تېرېدو سره د هر ډول داسې خلکو احتساب کوي چې ولس ته یې ګټه نه رسېږي.

د پاکستان انتخاباتي سیاست ته په کتو په دغه هېواد کې پوځي اسټبلشمنټ په سیاست کې بیا بیا لاسوهنه کړې او جمهوري حکومتونه یې ختم کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG