د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: امنیتي ځواکونه هرات او بادغیس کې له دریو ولسوالیو وتلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي د افغانستان امنیتي ځواکونه د دغه ولایت له غوریان او چشت شریف ولسوالیو څخه وتلي دي.

د هرات ولایت مقام نن سه شنبه جولاۍ شپږمه (چنګاښ ۱۵) په یوې اعلامیې کې ویلي چې امنیتي سرتیري ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو او مالي زیانونو مخنیوي لپاره له چشت شریف ولسوالۍ څخه تکتیکي پر شاتګ کړی دی.

په اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې له امنیتي ځواکونو څخه په ښه توګه د کار اخیستلو لپاره، د چشت شریف ولسوالۍ مرکز او امنیه قومانداني له خپل اصلي موقعیت څخه بلې سیمې ته انتقال شوي دي.

له دې سره هم مهاله د هرات مرستیال والي ډاکتر نور احمد حیدري امریکا غږ ته وویل چې تیره شپه د دغه ولایت د غوریان ولسوالۍ مرکز او امنیه قومانداني هم د طالبانو نیولي دي.

هغه وویل چې د تیرو ورځو راپدېخوا په دغه ولسوالۍ کې د سختو نښتو له امله دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې روښانه نکړ.

خو د هرات ولایت مقام په یوې اعلامیې کې ویلي چې افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له یادو سیمو څخه د طالبانو بیرته ایستلو لپاره د عملیاتو پر پلان کار کوي.

وسله والو طالبانو هم د هرات ولایت د غوریان او چشت شریف ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده.

له دې سره هم مهاله د بادغیس والي حسام الدین شمس هم د دغه ولایت له اب کمري ولسوالۍ له مرکز څخه د لنډ مهال لپاره د امنیتي ځواکونو د وتلو خبر ورکړ.

د ښاغلي شمس په وینا افغان امنیتي ځواکونو ټول پوځي تجهیزات له ځان سره ایستلي دي.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو تلفات

بلخوا د افغانستان دفاع وزارت نن سې شنبه ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په ۱۲ ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۲۶۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰۶ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د دفاع وزارت د اعلامیې په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG