د لاس رسي وړ اتصالات

د میدان وردګ نرخ ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د میدان وردګ سیمه ییز چارواکي مني چې د یاد ولایت نرخ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لخوا نیول شوې ده.

د میدان وردګ والي عبدالرحمن طارق نن چهارشنبه مۍ ۱۲ ( غوايي ۲۲) رسنیو ته په لېږلي غږیز پیغام کې ویلي چې د وسله والو طالبانو تر بریدونو وروسته تیره ورځ افغان ځواکونو د دغه ولسوالۍ څخه تکتیکي شاتګ کړی دی.

هغه ویلي چې یاده ولسوالۍ د یو «سازش» په نتیجه کې د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلې ده.

نوموړي زیاته کړې: "امنیتي ځواکونو په تکتیکي ډول شاتګ کړی دی، د طالبانو د بریدونو په پایله کې بدبختانه د ولسوالۍ ودانۍ زیانمنه شوې ده."

د میدان وردګ والي په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

د افغانستان د کورنیو وزارت هم ویلي چې افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو تر بریدونو وروسته له ولسوالۍ څخه تکتیکي شا تګ کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دغه جګړه کې ګڼ طالبان مړه او ټپیان شوي دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان بیا نن چهارشنبه ویلي چې نرخ ولسوالۍ تازه دمه کمانډو ځواکونه رسېدلي دي.

نوموړي زیاته کړې چې نرخ ولسوالي به ډير ژر د وسله والو طالبانو له حضور څخه پاکه شي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د رامنځته شوي نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا د افغانستان دفاع وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هلمند، زابل، بدخشان او کندز ولایتونو کې هم د وسله والو طالبانو پر ضد د عملیاتو خبر ورکړی دی.

دفاع وزارت ویلي چې د دغه عملیاتو پر مهال د کندز په امام صاحب، د زابل ارغنداب، د بدخشان ارغنجخوا او هلمند په نهر سراج کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر دامهاله په دغه ولایتونو کې د وروستیو جګړو په اړه څه نه دي ویلی.

XS
SM
MD
LG