د لاس رسي وړ اتصالات

د وردګو ښارواله: ښځه یم ځکه مې د کار مخه نیول کیږي


ظریفه غفاري پنځه میاشتې وړاندې د ولسمشر غني په فرمان د میدان وردګو د ښاروالې په توګه وټاکل شوه خو تر اوسه یې کار ندی پیل کړی.

پنځه میاشتې کیږي چې د میدان وردګ ولایت لپاره ښارواله ټاکل شوې ده، خو وايي تراوسه په ولایت کې د یو شمیر قومي ستونزو له کبله ورته اجازه ورکړل شوې نه ده چې کار پیل کړي.

ظریفه غفاري وايي د آزادې آزموینې په ترڅ کې تر بریالي کیدو وروسته د ولسمشر ۷۱۶ نمبر حکم پر اساس د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ په ۲۴ نیټه د میدان وردګ د ښاروالې په توګه معرفي شوه. میرمن غفاري امریکاغږ ته وویل "زما طرف یوازې د ولایت مقام دی، د مرکزي حکومت حکم لرم، درې مکتوبونه د ولایت مقام ته صادر شوي، خو لا هم د ولایت مقام د مصلحتونو، شخصي او انفرادي ګټو، او د خپلو څوکۍ د ساتلو لپاره له دغې موضوع نه مخنیوی کوي." نوموړې دغه راز وویل لدې کبله چې ښځه ده، له کار سره یې مخالفتونه کیږي.

د میدان وردګ ولایت د ښاروالې د مقررۍ حکم
د میدان وردګ ولایت د ښاروالې د مقررۍ حکم

خو د میدان وردګ د والي ویاند عبدالرحمان منګل امریکاغږ ته وویل چې د مرکزي حکومت د هر حکم تطبیق ته ژمن دي، خو باید د خلکو رضایت هم په پام کې ونیول شي. ښاغلي منګل وویل که ظریفه غفاري کار پیل کړي، په سیمه کې ټولنیزې ستونزې رامنځ ته کیږي او ولس نه غواړي چې کار پیل کړي.

منګل وویل "کله چې یو څوک یوې ټولنې ته لیږل کیږي، او پروړاندې د ولسونو لخوا حساسیت راپورته کیږي، دا په دې معنی ده چې دلته نور تشنج هم زیاتیږي، په دې خاطر چې موږ د تشنج مخنیوی کړی وي، له احتیاط څخه مو کار اخیستی او راپور مو په خپل وخت مرکزي حکومت سره شریک کړی دی."

بلخوا د سیمه اییزو ارګانونو اداره وايي چې ظریفه غفاري د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ له میاشتې مقرره شوې ده. د دغې ادارې ویاند سید شاه سقیم امریکا غږ ته وویل چې ظریفه غفاري له دوی سره د میدان وردګ لپاره رسمي ښارواله ده او لکه د نورو کسانو په څیر امتیازات لري.

XS
SM
MD
LG