په متحده ایالاتو کې دانتخاباتو وخت دی. له همدې امله د سترې محکمې د قاضی انټونېن سکالیه د ځای ناستي د ټاکلومسلې په دې اونۍ کې مهمه او جنجالي بڼه غوره کړې ده.
له یوې خوانه د متحده ایالاتو سنا له یوې اونۍ رخصتۍ نه وروسته بېرته خپل کار ته ستنیږي او له بلې خوانه سپینه ماڼۍ د امکاني نوماندانو په نومولو غور کوي.
امریکایانو، قاضی انټونېن سکالیه ته د خپل وروستي درناوي مراسم په ځای کړل، خو د هغه د ځای ناستي په سر د دواړو گوندونو ترمنځ ناندرۍ دوام لري.
په سنا کې د اکثریت مشر او د قضائیه کومېټې رئیس مېچ مکانېل په یوه لیک کې استدلال وکړ چی براک اوباما به دهغه ځای ناستی نه ټاکي بلکې راتلونکی ولمسشر به دهغه ځای ناستی وټاکي. خو سپینه ماڼۍ له دې سره موافقه نده.
د سپېنې ماڼۍ ویاند جاش ایرنېسټ وايي " ولسمشر د اساسي قانون له مخې مکلفیت لري چی که په ستره محکمه کې کوم بست خالی شي، نو ځای ناستی ورته و نوموي. سنا هم د اساسي قانون له مخې دا وظیفه لري چې د نوماند په برخه کې غور وکړي او هغه ته په ټاکلي وخت کې د هو ! اویا نه! رایه ورکړي".
جمهوري غوښتونکي په دې ټینگار کوي چی که چېرې جمهوررئیس اوباما سترې محکمې ته کوم قاضي ونوموي،نو دوی به د رایو بهیر د بل کال د نومبرتر میاشتې پورې وځنډوي. هغه وخت به بل ولسمشر وټاکل شي. خو یوڅو جمهوري غوښتونکي وايي پکارده سنا د ولسمشر اوباما له خوانه د سترې محکمې پر نوماند بحث وکړي.
زیاتره کتونکي شک لري چې د سترې محکمې د قاضي د نومونې پر مسله به دومره دوه گوندي توافق منځته راشي چی په سنا کې وروستۍ رای گیري پرې وشي.
دغه اعلان چی د "قضائیه شخړې شبکه" په نامه ټولنې خپور کړی دی، د سترې محکمې د قاضی دنومونې پر سر دا شخړه په ډاگه کوي. " په ستره محکمه کې یو بست خالي شوی دی، په نومبر کې ستاسې رایه ستاسې یوازینی غږ دی."
څرنگه چی په متحده ایالاتو کې د ټاکنو وخت دی، نو له همدا اوس نه داسې اعلانونه خپرېږي چی پر خلکو اغېزه وکړي. " تاسې راتلونکی ولسمشر وټاکۍ او هغه به راتلونکی قاضی ونوموي".
د نوي قاضی د نومونې مسلې د جمهوري ریاست په ملي انتخاباتو کې د مرکزي مسلې بڼه غوره کړې ده. د جمهوري ریاست دموکراته کاندیده هېلري کلنټن وايی" اساسي قانون په دې توگه کار نه کوي.
د جمهوري ریاست دموکراتې کاندیدې هېلري کلنټن په یوه انتخاباتي مبارزه کې خپلو پلویانو ته وویل " تاسې اورئ چې جمهوري غوښتونکي وايي دوی به هغه قاضی رد کړي چی ولسمشر اوباما ېې سترې محکمې ته ونوموي. زما ملگرو! راځۍ جمهوري غوښتونکیو ته دا ور په یاد کړوچې اوبا ما د متحده ایالاتو جمهوررئیس دی.
یوه جمهوري غوښتونکي کاندید ټېډ کروز استدلال وکړ چی دده په نظر به دا انتخابات د سترې محکمی په برخه کې د ولسپوښتنې بڼه ولري او زه به تاسې دا ووایم چې " زه هغه وخت ته په بې صبرئ انتظار کوم چی له دموکراتې هېلري کلنټن، یا برني سنډرز سره په دې برخه کې مناظره وکړم".
سپینه ماڼۍ به په یو څو ورځو او یا اونیو کې د متحده ایالاتو سترې محکمې ته د نامتو قاضی انتونین سکالیه ځای ناستی ونوموي. ترهغې وروسته نو دا په سنا او جمهوري غوښتونکیو پورې اړه لري چی هغوی د اساسي قانون په رڼا کې خپل مکلفیت څنگه ترسره کوي.