د لاس رسي وړ اتصالات

ویست: د طالبانو په ضد د کوم وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوو 


تامس ویست
تامس ویست

د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا خاص استازی تامس ویست وايي چې امریکا د طالبانو په ضد د کوم وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوي.

ښاغلي ویست نن فبروي ۱۵ (سلواغه ۲۶) د امریکا د سولې انستیتیوت کې په یوې انلاین غونډه کې وویل چې د واشنګټڼ تګلاره له طالبانو سره کار کول دي‌ چې د هغوی تګلارې سمې شي.

هغه وویل: «موږ د طالبانو په ضد د کومې منظم وسله وال مخالفت ننګه نکوو او نور قدرتونه هم هڅوو چې دا کار ونکړي.»

دا مهال په افغانستان کې د طالبانو په ضد مشخصآ کومه فعال وسل وال مخالفت یا مقاومت نشته،‌ مګر د احمد مسعود په مشرۍ د «مقاومت جبهې» د طالبانو په ضد جګړه اعلان کړې ده.‌ دا ډله وايي چې جنګیالي یې په پنجشیر کې فعال دي، خو طالبان وایي‌ چې هلته هېڅ وسله وال مقاومت نشته.

ښاغلي ویست همدغه راز وویل چې له طالبانو سره یې رېښتینې او ګټورې خبرې هم درلودې، خو په دې اړه یې نور جزیات ورنکړل. نوموړی د طالبانو په حواله وايي چې د هغوی سرپرسته اداره د داعش په وړاندې مبارزې کې لاسته راوړنې لري، خو د القاعدې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې یو لړ ستونزې شته.

ملګري ملتونه او یو شمېر امریکایي چارواکي وایي چې په افغانستان کې لا هم بهرني جنګیالي شته چې ښايي په را روانو څو کلونو کې له افغانستان څخه په نورو هېوادونو باندې بریدونو ته ځانونه چمتو کړي، خو طالبان ټېنګار کوي‌ چې هېچا ته به اجازه ورنکړي د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.

د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازي همدارنګه وویل چې ښايي د هوا په ګرمېدو سره په افغانستان کې د طالبانو په ضد بریدونه پیل شي. هغه وویل: « اوس دمه ده، او زما اندېښنه دا ده چې د موسم په ګرمېدو سره به د بریدونو شاهدان یو چې لوی احتمالي بریدونه به هم په کې وي. »

په تېرو دوو لسیزو کې د افغان حکومت او د نړیوالو متحدینو په ضد د طالبانو جګړې او بریدونه به هم په ژمي او یخ موسم کې کم یا بیخي‌ ودرېدل. په تېرو څو میاشتو کې په طالبانو او ځینو نورو ځایونو باندې لوی او واړه بریدونه شوي چې سلګونه کسان په کې وژل شوي او ژوبل شوي دي. د داعش-خراسان ډلې د دغو بریدونو مسئولیت منلی دی.

نوموړي د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه د ولسمشر بایډن اجرايي فرمان ته په اشارې وویل چې له دغه فرمان څخه سم درک نه دی شوی او ځینې برخې یې ناسمې خپرې شوې دي. هغه زیاته کړه چې په اصل کې دا فرمان «د افغانستان د ۳.۵ میلیادر ډالرو د حفاظت او د افغانستان د خلکو د ګټې لپاره دی. او د ۳.۵ میلیارد نورو ډالرو په اړه به محکمه پرېکړه کوي او لا محکمه پرېکړه نه ده کړې».

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې کابل ته ننوتل او بیا واک ته ورسېدل. هغوی خپل سرپرست حکومت اعلان کړی دی خو لا کوم هېواد په رسمیت پېژندلی نه دی. نړیواله ټولنه وايي چې طالبان باید همه شمول حکومت جوړ کړي، د بشر او نجونو ښځو حقونو ته درناوی وکړي چې د حکومت پېژندلو ته یې لار پرانیستل شي. طالبان وایي حکومت یې همه شمول دی او د اسلام په «چوکاټ» د بشر او ښځو حقونو ته درناوی کوي.

XS
SM
MD
LG