د لاس رسي وړ اتصالات

د نجونو پر زده کړو بندیز؛ ملاله: د نړۍ مشران باید د طالبانو د تبعیض په اړه غوصه څرګنده کړي


د نجونو پر لوړو زده کړو بندیز ته د غبرګونونو په دوام، د نوبل جایزې ګټونکې او د ښځو د حقوقو فعالې ملالې یوسفزۍ هم د طالبانو حکومت یاده پرېکړه غندلې ده.

ملالې یوسفزۍ د جمعې په ورځ ناوخته ډسمبر ۲۳ (مرغومې دوهمه) په دې اړه اعلامیې کې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې طالبانو په اغېزمنه توګه افغان ښځې او نجونې له ټولنیز فعالیت څخه محرومې کړي او په خبره یې د کار، زده کړو او کور څخه د وتلو اجازه نه ورکوي.

اغلې یوسفزۍ زیاته کړې: "زه ډېره خواشینې یم چې طالبانو د افغان مېرمنو لپاره د پوهنتون پر زده کړو بندیز اعلان کړ."

هغې ویلي چې طالبانو پر افغان مېرمنو د محدودیتونو په دوام ښځې ښوونځيو څخه راګرځولي او ښځينه ښوونکې هم له ښوونځیو څخه کور ته استولي دي.

نوموړې زیاته کړې چې افغان مېرمنې په افغانستان کې له جنیستي تبعیض سره مخ دي: "موږ په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض شاهدان یو، نړیوال مشران او سیاستوال باید د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د بې رحمانه تبعیض په وړاندې غوصه څرګنده کړي."

د نوبل د جایزې ګټونکې او د ښځو د حقوقونو فعالې پر مېرمنو د طالبانو حکومت محدودیتونه «ریکارانه» بللې او وايي، هیڅ مذهبي او کلتوري توجیه نلري.

اغلې ملالۍ زیاته کړې: "د دوی (طالبانو) د کړونو لپاره هیڅ مذهبي او کلتوري توجیه نشته، پر ښځو بندیزونه ریاکارانه او غیر اسلامي دي."

نوموړې د اسلامي نړۍ له عالمانو څخه غوښتي چې د طالبانو حکومت دغه پرېکړه وننګوي.

د نجونو پر لوړو زده کړو د طالبانو حکومت د بندیز پرېکړې ته د غبرګونونو په دوام د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټامس ویسټ یو ځل بیا له طالبانو څخه غوښتي چې په دې اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

نوموړي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "ټوله نړۍ د افغانانو د یووالي شاهده ده چې د یوې زیانمنونکي او نه جبرانېدونکي پرېکړې په مخالفت کې ولاړ دي،محصلین له خپلو خویندو سره اوږه په اوږه ولاړ دي،استعفاې، لاریونونه او مخالفتونه کوي.موږ له طالبانو څخه غواړو چې د خپلو خلکو خبرې واوري. ډېر ناوخته نه دی."

د طالبانو حکومت د سه شنبې په ورځ په یو نوي اقدام کې د افغانستان ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر وکړ چې د ښځو او نجونو زده کړې وځنډوي.

طالبان په ۲۰۲۱ کې واک ته له رسېدو وروسته تر بلې هرې برخې ډېر د ښځو د زده کړو، فعالیت او مشارکت په مخنیوي باندې ډېر تمرکز کړی او په ښځو یې کلک بندیزونه لګولي دي.

سعودي عربستان، قطر، امارات، ترکیې، د اسلامي هېوادونو کنفرانس، امریکا، بریتانیا، ملګرو ملتونو او نورو ډېرو هېوادونو د نجونو او ښځو د زده کړو او مشارکت په اړه د طالبانو پرېکړې غندلې دي.

خو د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وايي دوې ورځې مخکې یادو غبرګونونو ته په ځواب کې «بې حجابي، له محرم پرته سفر، منکرات او د هلکانو او نجونو ګډ» ټولګي په پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل د ځنډولو او بندولو په اړه خپل عمده دلیلونه وګڼل.

XS
SM
MD
LG