د لاس رسي وړ اتصالات

په روسیې کې د لویدیځ د لویو شرکتونو کاروبار په ټپه درېدلی


د مایکروسافټ امریکايي شرکت د جمعې په ورځ د مارچ په څلورمې ( کب ۱۳) اعلان وکړ چې په روسیې کې به د خپلو تولیداتو پلورل او خدماتو وړاندې کول وځنډوي.

د مایکروسافټ د شرکت رئیس برد سمېت ویلي دي چې د خپلو نویو تولیداتو په پلور سربېره، په روسیې کې خپلې ډیرې سوداګریزې اړیکې په ټپه دروي.

په اوکراین باندې د روسیې د بریدونو په زیاتېدو سره یو زیات شمیر لویو اروپايي او امریکايي شرکتونو د خپلو تولیداتو پلور او نور خدمتونه په روسیې کې ځنډولي دي، د دغو لویو شرکتونو څخه د اپل، ډل او نایکي امریکايي شرکتونه یادولی شو.

د اپل شرکت په روسیې کې کوم لوی پلورنځی نه لري او خپل تولیدات په آنلاین بڼې په روسانو خرڅوي چې دغو خدماتو ته هم اوس لاسرسی نشته.

د "نایکي" شرکت چې په نړۍ کې د ورزشي جامو لوی جوړونکي شرکت دی، هم اعلان کړی دی چې د خپل کاروبار د اداره کولو په برخه کې د یو لړ ستونزو له امله په روسیې کې په لنډ مهاله توګه خپل پلورنځي تړي. دغه شرکت چې په روسیې کې ۱۱۶ پلورنځي لري، ویلي چې د خپلو کارکونکو د معاشونو ورکولو ته به دوام ورکړي.

د کورونو د سامان پلورنکي شرکت" آیکیا" د اوکراین شخړې ته د غبرګون ښودلو په ترڅ کې په روسیې او بلاروس کې چې په اوکراین باندې یې د روسیې د برید ملاتړ کړی، خپل فعالیتونه بندوي. د دغې پریکړې له امله به د آیکیا د شرکت ۱۵۰ زره کارکونکي، ۱۷ پلورنځي او ۳ تولیدي مرکزونه زیانمن شي.

دغه اروپايي شرکت د خپل ټویټر په پاڼې لیکلي دي: "دغه جنګ تردې دمه ډیر زیات انسانان زیانمن کړيدي. همدارنګه یې د تدارکاتو سلسلې او د تجارت شرایطو ته جدي خنډونه رامنځته کړیدي."

د جامو مشهور پلورنځي "اچ انډ ام" هم په روسیې کې د خپلو فعالیتونو د بندیدو خبر ورکړی. د دغه شرکت مقر د سټاکهلم په ښار کې دی او په روسیې کې ۱۷۰ پلورنځي لري.

XS
SM
MD
LG