د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو ایف پي د بودیجې کمښت؛ '۶۰۰ زره افغان میرمنې به د قوي خوړو څخه محرومې شي'


د خوړو نړیوال پروګرام د روان ۲۰۲۴ کال په پیل کې اټکل کړی وو چې په افغانستان کې به ددغه کال په اوږدو کې ۳.۲ میلیونه ماشومان او نږدې ۸۰۰ زره ښځې د خوارځواکۍ په ناروغۍ اخته شي.
د خوړو نړیوال پروګرام د روان ۲۰۲۴ کال په پیل کې اټکل کړی وو چې په افغانستان کې به ددغه کال په اوږدو کې ۳.۲ میلیونه ماشومان او نږدې ۸۰۰ زره ښځې د خوارځواکۍ په ناروغۍ اخته شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) په افغانستان کې ددغه پروګرام د بودیجې کمښت ته په اشارې اندیښنه ښودلې چې د بودیجې دا کمښت به په دغه هیواد کې په زرګونو افغان میرمنې د قوي خوړو تر لاسه کولو څخه محرومې کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام د جمعې په ورځ اګست دوېیم ( زمري ۱۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې یې له ۱.۶ میلیونو څخه زیاتو میندوارو او ماشومانو ته شیدې ورکونکو میندو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي په برخه کې ملاتړ برابر کړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام لیکلي:" د روان کال په دوبي کې د بودیجې د کمښت له امله ۶۰۰ زره ښځې به قوي خواړه ترلاسه نه کړي."

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د روان ۲۰۲۴ کال په پیل کې اټکل کړی وو چې په افغانستان کې به ددغه کال په اوږدو کې ۳.۲ میلیونه ماشومان او نږدې ۸۰۰ زره ښځې د خوارځواکۍ په ناروغۍ اخته شي.

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له ۲۷۰۰ روغتیايي مرکزونو څخه ملاتړ کوي. پدغو مرکزونو کې د نورو روغتيايي خدمتونو ترڅنګ په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او میندو درملنه کیږي.

د ملګرو ملتونود اټکل له مخې، تیرکال په افغانستان کې نږدې ۸۰۰ زره میندوارې ښځې او ماشومانو ته شیدې ورکونکې میرمنې په خوارځواکۍ اخته شوې وې، خو د روغتیايي مرکزونو کې دا شمیر ۱.۲ میلیونو ته لوړ شوی وو.

ددې دمخه د خوړو د نړیوال پروګرام د خوارځواکۍ د برخې مسوولې مونا شیخ ویلي و چې سږکال ممکن په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته کیدونکو میندوارو او ماشومانو ته شیدې ورکونکو میندو شمیر زیات شي.

میرمن شیخ ویلي و چې د خوړو نړیوال پروګرام یوازې په خوارځواکۍ اخته د ۱.۶ میلیونو ناروغانو درملنه کې مرسته کولای شي.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو درې میاشتو کې یې په خوارځواکۍ اخته ۲۱۰ زره ماشومانو او ۱۴۰ زرو ښځو ته روغتیايي خدمتونه چمتو کړي دي.

ددې دمخه ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی وو چې په افغانستان کې د پنځه کلنو څخه د کم عمر ۲.۱ میلیون ماشومان او ۷۰۰ زره میندوارې او ماشومانو ته شیدې ورکونکې میندې په خوارځواکۍ د اخته کیدو او پدې ناروغۍ د مړینې له خطر سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، د روان کال په لومړیو میاشتو کې د بودیجې د کمښت د ستونزې له امله د ۱۵۰ روغتیايي او د خوارځواکۍ د ګرځنده ټیمونو فعالیت ځنډیدلی وواو ۴۰ نور دغسې ټیمونه په نږدې وخت کې د فعالیتونو د ځنډیدو سره مخ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG