د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه د افغان میندو او ماشومانو د 'تغذیې د ښه والي لپاره ۳.۳ میلیون ډالر' ورکوي


د خوړو نړیوال پرګرام ویلي چې فرانسې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې افغاسنتان سره ددغه پروګرام له لارې د شپږ نیمو میلیونو ډالرو مرسته کړې ده.
د خوړو نړیوال پرګرام ویلي چې فرانسې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې افغاسنتان سره ددغه پروګرام له لارې د شپږ نیمو میلیونو ډالرو مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي چې فرانسې په افغانستان کې د امیدوارو او ماشومانو ته د شیدو ورکوونکو میندو او ماشومانو د خوړو د شرایطو د ښه کیدو لپاره دغه پروګرام سره د درې میلیونو یورو مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د چهارشنبې په ورځ نومبر۱۳(لړم ۲۳) رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې به د فرانسې دغه مرسته شوې پیسې ددغه پروګرام له لارې په مصرف ورسیږي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د وینا له مخې دا پروګرام به پر دغو پیسو د لومړنیو ښوونځیو له ۱۵ زرو څخه زیاتو نجونو او هلکانو ته د هغوی په ټولګیو کې هره ورځ یو وخت قوي خواړه برابر کړي.

همداشان ملګرو ملتونو ویلي چې پر دغو پیسو به ۳۵ زره نورو د لومړنیو ښوونځیو زده کوونکو ته د هغوی د کورنیو لپاره نباتي غوړي برابر او ویشي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې همداشان پر دغو پیسو به شاوخوا ۶۰ زره ماشومانو او لس زره امیدواره او ماشومانو ته شیدې ورکوونکو میندو ته د افغانستان په ځینو برخو کې قوي خواړه هم برابر کړي.

دغه پروګرام ویلي: "د بودیجې د کمښت د بحران له امله، د خوړو نړیوال پروګرام ونشو کړای چې سږکال د خوارځواکۍ څخه د مخنیوي لپاره د دوو میلیونو میندو او ماشومانو لپاره خوراکي توکي برابر کړي. تیرکال د بودیجې کمښت د خوړو نړیوال پروګرام دې ته اړ کړ چې ۱۰ میلیوونه مرستو ته اړمن کسان د مرستو د ویشلو له پروګرام څخه بهر کړي، چې دا کار په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمیر د زیاتو سبب شو او هم په ټولو ولایتونو کې یې په بیړنۍ کچه د خوارځواکۍ د خطرسره مخ کیدو سره مخ کړل".

افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام د دفتر مرستیال هرالډ مانهارت ویلي چې میندو او ماشومانو سره د فرانسې دغه مالي مرسته په یو ډیر حساس پړاو کې ترسره شوې ده. هغه ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ښځې او ماشومان د روان بشري بحران ترټولو زیات بار پر خپلو اوږو وړي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي په افغانستان کې د بشري بحران په دوام باندې اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې او سمهال ددغه هیواد د وګړو یو- څلورم یې د لوږې د حالت سره مخ دی او د هرو ۱۰ کورنیو څخه چې ښځو له خوا یې سرپرستي کیږي ۹ کورنۍ یې د کافي خوړو د چمتو کولو توان نلري.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو پراساس اوس مهال د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې ۲۴۰۰ روغتیايی مرکزونو له لارې اړمنو میندو او ماشومانو ته خوراکي مرستې برابروي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د فرانسې ددې مالي ملاتړ په ګډون دغه هیواد د روان ۲۰۲۴ کال له پیل څخه راهیسې د دغه پروګرام له لارې افغانانو سره ۶.۵ میلیونو ډالرو مرستې کړي دي.

فرانسې دا مرسته په داسې حال کې کړې، چې تازه د سرې میاشتې او سره صلیب فدراسیون په افغانستان کې روان اقتصادي بحران او د اقلیم د بدلون څخه زیږیدلو اغیزو ته په کتنې ویلي چې په دغه هیواد کې په خوارځواکۍ د اخته شویو امیدواره او ماشومانو ته شیدې ورکوونکو میندو او ماشومانو شمیر زیات شوی دی. ددغه فدراسیون د اټکل له مخې په روان ۲۰۲۴ کال کې به په افغانستان کې ۲.۹ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ په ناروغۍ اخته شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG