د لاس رسي وړ اتصالات

"دا څنگه ازادي ده؟"


په پاکستان کې د ١۴ اگست ورځ د ازادۍ د ورځې په توگه په داسې حال کې ولمانځل شوه چې په دغه ملک کې د بیان ازادي د سختو بندیزونو سره مخ ده.

په پاکستان کې د بشري حقونو فعالین نیوکې کوي چې په وروستیو کې د بیان د ازادۍ ضد سخت اقدامات دا څرگندوي چې د پاکستان ولس اصل ازادي نلري.

په ټولنیزو رسنیو د حقونو فعالینو د پښتون تحفظ تحریک د مشهور شعار ( د څنگه ازادۍ ده ) په هیش ټیگ کې ټویټونه وکړل او په پاکستان کې یې راپیښو ځینو مهم بندیزونه په نښه کړه.

دغه شعار چې د پښتون تحفظ تحرپک په خپلو غونډو کې لمړنۍ ورځې راهیسې کاروي، اوس د پاکستان د نورو ژبو ویونکو هم استعمالول شروع کړیدی.

د پاکستان خبریالان، لیکوالان تور لگوي چې د هغوي مقالې د خپریدو نه منع کیږي. د جیو ټلویژن مشهور خبریال طلعت حسین د جیو په اړه ولیکل چې د هغه پروگرامونه نه نشروي چې دا د ژورنالزم د اقدارو ضد دي.

په لاهور کې د حقونو فعاله او لیکواله سادیه احمد امریکا غږ ته وویل چې د پښتون تحفظ تحریک دغه شعار نن سبا د بیان په ازادۍ د بندیزونو استاځيتوب کوي چې د پاکستان اساسي قانون یې ازادي ورکړي، هغې وویل " نن چې د پاکستان ځبونکي قدرتمن پوځ ته وگورم چې څنگه هغوي هر څه په خپل کنټرول کې اخیستې دي نو وایم، دا څنگه ازادي ده؟

خبریال مبشر زیدي په خپل ټویټر یواځې دا ولیکل، دا څنگه ازادي ده؟

د لاهور یوې بلې خبریالې گل بخاري د اگست په ١۴ د هغه پولیس افسر راو انور عکس خپور کړ چې په کراچۍ کې یو ځوان نقیب الله محسود وژلی او اوس ازاد گرځي. د نقیب الله د وژل کیدو د پیښې نه وروسته په پاکستان کې پښتنو د پي ټي ایم تحریک پیل کړ.

اغلې بخاري د راو انور د عکس سره دغه پیغام لیکلی.

د خبریالانو برسیره د بشري حقونو فعالانو هم په دغه هیش ټیگ کې ټویټونه وکړل. یوه فعاله آیمه کهوسه په خپل ټویټر لیکلي

"نن د ازادۍ په ورځ زما په فکر کې یواځې دا خبره راځي، دا څنگه ازادي ده؟"

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG