د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو د هویت د څرگندیدو په لار کې پراخ کمپاین


په دې کمپاین کې ځینې نارینه هم برخه لري
په دې کمپاین کې ځینې نارینه هم برخه لري

په افغانستان کې یو شمېر ښځینه فعالانو په ټولنیزو رسنیو کې زما نوم چیرې دی تر سرلیک لاندې د ښځو د هویت د ترلاسه کولو یو کمپاین پېل کړی.

افغانې فعالانې وايي چې لا هم په افغانستان کې ښځې په خپل نوم نه بلکې د پلار، ورور او خاوند په نوم پېژندل کیږي.

دوی وايي غواړي د دې کمپاین له لارې خلک وپوهوي چې ښځو ته خپل نوم ورکړي او دا شرم نه دی.

دا کمپاین چې د یو هشټګ (زما نوم چیرې دی) لاندې پېل شوی چلوونکې یې وايي چې تر هغه به په دې اړه کمپاین کوي چې د ښځو د هویت په برخه کې مثبت بدلون راځي.

تهمینه رشیق چې د دې کمپاین له پېلوونکو ده وايي په افغانستان کې لا هم زیات شمېر خلک د ښځو نوم یادول شرم ګڼي او ښځې د نارینه وو په نوم پېژندل کیږي. دا وايي په دې کمپاین کې ځینې نارینه هم ورسره دي.

د دې کمپاین یو بله غړې بهار سهیلي وايي‌ ښځو د هویت د ترلاسه کولو په دې کمپاین کې لومړی له افغان مېرمنو پوښتنه کوي چې نوم مو چیرې دی؟

بل خوا د رواني او ټولنیزو چارو متخصص شرف الدین عظیمي وايي د ښځو په نوم شرمېدل له نر سالارو کورنیو پیلیږي، چې پر ټولنه اغېز کوي او بالاخره په کلتور بدلیږي.

د ښځو د هویت په اړه د دې کمپاین غړي وايي چې کمپاین یې په پراخېدو دی او هیله لري چې په دې برخه کې به مثبتې پایلې به ولري.

XS
SM
MD
LG