د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: امریکا کې د افغانانو میشت کیدو د لایحې په هکله د هلو ځلو ملاتړ کوو


امریکایي ځواکونو د افغانستان څخه د تخلیې په بهیر کې شاوخوا ۱۲۵ زره کسان ایستلي دي.
امریکایي ځواکونو د افغانستان څخه د تخلیې په بهیر کې شاوخوا ۱۲۵ زره کسان ایستلي دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا همغږی کوونکی جان کربي وایي د متحده ایالاتو حکومت د هغې لایحې په هکله د هلو ځلو ملاتړ کوي چې امریکا ته د راغلیو افغان کډوالو میشت کیدل د غیر قانوني کیدو څخه بچ ساتي.

امریکا ته نږدې ۷۶ زره افغانان چې د ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۲۱ پورې یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکو او همکارانو په توګه کار کړی و، په نظامي الوتکو کې راوړل شول او د اوسیدو لپاره دوه کلن موقتي اسناد ورکړل شوي.

ښاغلي کربي په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو سره په خبرو کې پدې هکله څه ونه ویل چې آیا جمهور رئیس جو بایډن به دا لایحه لاسلیک کړي خو زیاته یې کړه چې حکومت د افغان همکارانو د ښه راغلاست لپاره هلو ځلو ته دوام ورکوي.

د سپینې ماڼۍ دې جګپوړي چارواکي زیاته کړه چې جمهور رئیس جو بایډڼ " قوي احساس لري چې مونږ باید هر څه چې په وس کې لرو افغان همکارانو او متحدینو ته زمونږ سرحدونو او نورو سرحدونو ته په ښه راغلاست کې ونه سپموو او دا چې د هغوي د مدغم کیدو او تابعیت اخیستو چارې آسانه کړو".

د امریکا د پوځ څه باندې ۳۰ نظامي افسران چې د لوی درستیزانو د عمومي کمیټې درې پخواني مشران هم پکې شامل دي کانګرس ته یې په یو لیک کې ددې قانون د منظوریدو لپاره لیکونه استولي دي.

سپینې ماڼۍ یې هم د منظوریدو غوښتنه کړې.

که دا قانون منظور شي، په امریکا کې د راغلیو افغانو د میشت کیدو لپاره به بهیر چټک او لومړیتوب ورکړل شي.

د کورني امنیت وزارت به د هر اړخیزې ارزیابۍ وروسته په قانون برابرو تخلیه شویو افغانانو ته د دایمي اوسیدو اسناد ورکړي او د هغو افغانانو د خوندیتوب لپاره به شرایط ښه شي چې په افغانستان کې پاتې دي او د خطر سره مخ دي.

تر دې وړاندې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن هم ویلي و چې د جمهور رئیس جو بایډن حکومت د افغان همکارانو د بیا میشت کیدو او ځای بدلولو لپاره پخپلې هغې ژمنې ولاړ دی چې د افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته یې کړې وه.

د بهرنیو چارو وزیر تیره میاشت په یوې غونډه کې وویل، " کله چې جمهور رئیس بایډن د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله او ژمنه یې وکړه چې متحده ایالات به د افغان همکارانو بیا میشت کیدل او ځای بدلولو ته دوام ورکوي. مونږ اراده کړې، ما اراده کړې چې دا ژمنه به پر ځای کوم او مونږ به دا په ګډه کوو."

سره لدې چې متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته په کابل کې خپل سفارت وتړه خو سپینه ماڼۍ وایي چې لا هم د افغانستان د متحدینو د ایستلو لړۍ روانه ده.

له افغانستان څخه په اېستل شویو او اېستل کېدونکو کسانو کې د بهرنیو ځواکونو پخواني همکاران، د مخکني حکومت د امنیتي ځواکونو غړي، مقامات، کارکوونکي، مدني او د ښځو حقونو فعالان، خبریالان او نور شامل دي.

امریکايي مقامات وايي چې د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې یې د انتقال په بهیر کې له افغانستان څخه څه باندې ۱۲۵زره کسان اېستل شوي چې شاوخوا ۹۰زره یې بیا امریکا ته انتقال شول.

XS
SM
MD
LG