د ایف بي آی د پخواني رئیس نه جمهور رئیس ټرمپ غوښتنه کړی وه چی د ایف بي آی اداره دې د ملي امنیت د سلاکار مایکل فلین په اړه تحقیقات بند کړي. اوس یو معتبر جمهوري غوښتونکي استازي له ایف بي آی نه غوښتي چی ددې ادعا په اړه اسناد ور ولیږي.
د نیویارک ټایمز ورځپآڼې پرون لیکلي و چې د ایف بی ای پخواني رئیس د ولسمشر ترمپ سره د خپلو خبرو په یاداشت کې لیکلي چې ولسمشر ترمپ ورنه غوښتنه کړې چې د ملي امنیت سلاکار مایکل فلن په اړه تحقیقات ختم کړي.
دا خبری د ملي امنیت د سلاکار مایکل فلین له برطرفولو نه یوه ورځ وروسته د تیرې فبروري په میاشت کې شوي دي.
ددې رپوټ له خپریدلو سره سم د متحدو ایالتونو په ولسي جرگه کې د څارنې د کمېټې رئېس هوزې شافیټز په یوه لیک کې د ایف بي آی له نایب رئیس انډریو مکېب نه غوښتنه کړېده چی هغه ټول اسناد چی د کومي او ټرمپ په اړه دي د می تر ٢۴ مې پورې د څار جرگه گۍ ته وسپاري.
د ولسی جرگې د استخباراتو د جرگه گۍ دموکرات غړی وایي "که ضرورت وي نو موږ به ېې د محکمې له لارې احضار کړو خو هیله ده چې موږ دغه اسناد په داوطلبانه ډول ترلاسه کړو. په دې کې یولړ داسې ادعاگانې دي چې ... د ایف بي آی له رئیس نه له ولسمشر سره د شخصي وفادارۍ غوښتنه وشوه. په دې لړ کې د ازمېښت په توگه ولسمشر هغه دېته وهڅاوه چی د مایکل فلین په اړه تحقیقات بند کړي".
د دموکراتانو دریځ دا دی چې د اف بي اي پخوانی رئیس جیمز کومي په داسې وخت کې برطرف شوی دی چې په انتخاباتو کې ېې د روسیې د مداخلې په اړه تحقیقات کول.
تیره ا ونۍ ولسمشر ټرمپ جیمز کومي برطرف کړ او له هماغه وخت راهیسې د سیاسي جنجالونو او انتقادونو توپان پیل شویدی .
د ملي امنیت سلاکار جنرال مایکل فلین وروسته له هغه نه استعفی وکړله چې د عدلیی وزارت سپینی مآڼۍ ته خبرداری ورکړ چی ښايی د ملي امنیت سلاکار د هغو اړیکو له امله چی د روسیی له سفیر سره ېې په واشنگټن کې لري د هغوی له خوانه له خوږ گوتی نه ونیول شي.
سپینې ماڼی یوه بیانیه د سه شنبې په ورځ خپره کړله او دا خبره ېې پکې رد کړله چی ولسمشر ټرمپ د ایف بي آی له پخواني رئیس جمیز کومي او یا بل چا څخه د مایکل فلین په اړه د تحقیقاتو د بندولو غوښتنه کړې وه.