د لاس رسي وړ اتصالات

سي آی اې: روسیې د ټرمپ په ګټه په انتخاباتو کې مداخله کړې


سي آی اې دې نتیجه ته رسیدلې ده چې روسیې په انتخاباتو کې د ټرمپ په طرفداري مداخله کړې ده
سي آی اې دې نتیجه ته رسیدلې ده چې روسیې په انتخاباتو کې د ټرمپ په طرفداري مداخله کړې ده

امریکايي رسنیو رپوټ ورکړی چې د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره یا سي آی اې دې نتیجه ته رسیدلې چې روسیې دامریکا په انتخاباتو کې د ډونلډ ټرمپ د بریا سره مرسته کړې ده.

رویټرز د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي چې د امریکا د استخباراتی ادارو چارواکو ویلي د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسیې دولتي چارواکو دې ته توجه کوله چې څنګه د ډونالډ ټرمپ سره مرسته وشي چې انتخابات وګټي.

د واشنګټن پوست ورځپانې د جمعې په ورځ رپوټ ورکړی چې د امریکا استخباراتي ادارو هغه کسان معلوم کړي چې د روسیې د حکومت سره یې اړیکې درلودي او د دیموکرات ګوند هک شوي ایمیلونه یې د ویکي لیکس ویبپاڼې ته سپارلي وو.

جمهوررئیس بارک اوباما د هیواد استخباراتي ادارو ته امر کړی دی چې د انتخاباتو په مهال د انټرنیټي بریدونو د څیړلو لپاره دې یو بشپړ او جامع رپوټ برابر کړي.

د سپینې ماڼۍ د ویاند مرستیال اېرک شلتز وویل چې «په هغه سري ارزیابي کې چې موږ د اکتوبر په میاشتې کې خپره کړه، استخباراتي ادارو دا واضح کړه چې د دغه فعالیت هدایت د روسیې د حکومت جګپوړو چارواکو ورکاوه.»

سپینه ماڼۍ وايي چې رپوت بهد انتخاباتو په مهال د خرابکارۍ په منظور د انټرنیټي فعالیتونو په اړه دقیق معلومات راټول کړي.

د سپینې ماڼۍ د ویاند مرستیال اېرک شلتز وویل «جمهوررئیس اوباما دغه ارزیابي د دې لپاره غواړي چې د انټرنیټي بریدونو په مقابل کې د امریکا دفاعي قابلیتونه ښه شي. هغه تاکید وکړ چې د ارزیابۍ هدف دا نه ده چې د ډونالډ ټرمپ د بریا مشروعیت ته دې صدمه ورسول شي.»

ښاغلي شلتز وویل چې «زه یو ځل بیا غواړم ووایم چې دا په دې مانا نه ده چې د انتخاباتو نتایج دې چیلنج شي

د منتخب جمهوررئیس ډونلډ ټرمپ د قدرت د انتقال ټیم په یوه بیان کې ویلي چې «انتخابات ډیر وختي ختم شوی دی او ټرمپ انتخاباتي حوزې په بې ساري توپیر سره ګټلي دي. اوس یې وخت دی چې موږ مخ ته ولاړ شو او امریکا یو ځل بیا ستره کړو.»

د ارزیابۍ اعلان داسې وخت شوی دی چې د کانګرس په دیموکراتو او جمهوري غوښتونکو غړو باندې فشار زیات شوی دی چې په انتخاباتو کې د روسیې د احتمالي مداخلې په اړه مکمل تحقیقات وکړي.

XS
SM
MD
LG