د لاس رسي وړ اتصالات

سپینې مانۍ له کانګرس وغوښتل د افغانانو د مېشتولو د طرحې په اړه اقدام وکړي


د ۲۰۲۱ د اګست له میاشت راهېسې لسګونه زره افغانان امریکا ته انتقال کړل شوي دي
د ۲۰۲۱ د اګست له میاشت راهېسې لسګونه زره افغانان امریکا ته انتقال کړل شوي دي

د سپینۍ ماڼۍ ویاندې کارین جین پیري د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۴) وویل چې د ښاغلي بایډن اداره امریکا ته د نویو راغلیو افغانانو د مېشتولو د طرحې کلکه ننګه کوي او هیله لري چې کانګرس دا طرحه تصویب کړي.

متحدو ایالتونو ته د نویو راغلیو لسګونه زره افغانانو د مېشتولو طرحه (Afghan Adjustment Act) دا مهال کانګرس ته استول شوې چې استازي پرې بحث وکړي او منظوره یې کړي. د دغې طرحې د منظورۍ لپاره له څو میاشتو راهېسې یو شمېر افغانانو د کانګرس د ودانۍ مخې ته پرلت پیل کړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین جین پیري په یو خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: « موږ د افغانانو د مېشتولو د طرحې د تصویب په اړه د کانګرس د روانو هڅو کلک ملاتړ کوو. او موږ له کانګرس څخه هم غواړو او دا [هڅه] به روانه ساتو چې دا قانون د ولسمشر مخې ته کېږدو چې د افغانانو د ثابتې قانوني دایمي اقامې لپاره لاره برابره شي.»

د سپینې ماڼۍ ویاندې له ګانګرس څخه وغوښتل چې د افغانانو د مېشتولو د طرحې په اړه اقدام وکړي
د سپینې ماڼۍ ویاندې له ګانګرس څخه وغوښتل چې د افغانانو د مېشتولو د طرحې په اړه اقدام وکړي

د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې راهېسې شاوخوا ۸۰۰۰۰ افغانان امریکا ته انتقال کړل شوي دي. په دوی کې یې اکثریت د بهرنیو ځواکونو همکاران، د مخکني حکومت کارکوونکي، خبریالان، مدني فعالان او نور شامل دي چې د بشري خواخوږۍ د ویزو په اساس امریکا کې ځای په ځای شوي دي.

امریکا کې د کډوالو د حقونو د ملاتړ ادارې هم له کانګرس څخه غوښتي دي چې دغو راغلیو افغانانو ته دایمي اقامه ورکړي او د ژوند نور امکانات دې هم ورته برابر کړي.

د کانګرس د ودانۍ مخې ته د افغانانو د پرلت تنظیموونکي وايي که دا طرحه تصویب شي، نویو راغلیو افغانانو ته به دایمي‌ اقامه ورکول کېږي او په افغانستان کې به یو شمېر پاتې «مستحقو کسانو» د راتګ زمینه هم برابرېږي او له ډېرو نورو امکاناتو به هم برخمن شي.

د سپیېنې ماڼۍ ویاندې جین پیري زیاته کړه چې هغوی د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې هم له کانګرس څخه غوښتي وو چې دا طرحه منظوره کړي او« موږ پوهېږو چې په دې اړه [ګانګرس کې] د دواړه ګوندونو حمایت شته او په سنا کې هم خبرې روانې دي».

نوموړې وویل دا مهمه ده چې د «خپلو هغو افغان متحدینو» په اړه فکر وکړي چې په تېرو ۲۰ کالونو کې په افغانستان کې د امریکا د جګړې په مهال یې د هغوی خیال ساتلی او «موږ دا مسئله جدي ګڼو. قوي حمایت یې کوو. موږ به د کانګرس له غړو سره خبرې روانې ساتو».

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لپاره د امریکا د پخوانیو سفیرانو یوې ډلې په یوه لیک کې د امریکا له قانون جوړوونکو څخه غوښتي دي چې باید دا طرحه د امریکا د راتلونکي کال په بودیجه کې شامله کړي.

له افغانستان څخه د انتقال د بهیر په ترڅ کې لسګونه زره افغانان امریکا ته راوستل شول
له افغانستان څخه د انتقال د بهیر په ترڅ کې لسګونه زره افغانان امریکا ته راوستل شول

د سفیرانو په لیک کې چې تېره ورځ کانګرس ته لېږل شوی راغلي: « دا طرحه زموږ له متحدانو سره د جنګ په وخت کې شوې لازمي ژمنې عملي کوي. دا یو اخلاقي مسئولیت دی او همدارنګه دا خبره یقیني کوي چې په راتلونکو جنګونو کې به ملاتړي ومومو.»

دا لیک د راین کراکر، رونالډ نیومن، ویلیم ووډ، ارل انتوني وین، جیمز کننګهم، پي مایکل مک کینلي، هوګو لارنس او راس ویلسن لخوا لاسلیک شوی.

د امریکا کانګرس د سه شنبې په ماښام اعلان وکړ چې د عمومي بودیجې په اړه یوې موافقې ته رسیدلي او قانون جوړونکي به په څو راتلونکو ورځو کې د تصویب لپاره یوه مسوده چمتو کړي. خو د دغې بودیجې د جزیاتو او دا چې د افغانانو د مېشتېدو طرح پکې شامله ده که نه، څه نه دي ویل شوي.

د امریکا د استازو خونې د یوې اونۍ موقته بودیجه د چهارشنبې په ورځ تصویب کړه او د تصویب لپاره یې د مشرانو جرګې ته ولېږله چې ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې تصویب شي.

XS
SM
MD
LG