د لاس رسي وړ اتصالات

سپینې ماڼۍ اوکراین ته د امریکا د مرستو د سرچینو د ختمېدو خبرداری ورکړی


د سپینې ماڼۍ د بودجې مسئوله شیلندا ینګ
د سپینې ماڼۍ د بودجې مسئوله شیلندا ینګ

سپینې ماڼۍ دوشنبه دسمبر څلورمه (لیندۍ ۱۳) خبرداری ورکړ که کانګرس ژر لاس په کار نشي د دې کال تر پایه به اوکراین ته د مرستو رسولو سرچینې وچې شي.

د سپینې ماڼۍ د بودجې مشرې شیلندا ینګ د کانګرس د دواړو جرګو مشرانو ته په یوه لیک کې ویلي، "دا د راتلونکي کال مسله نه ده، همدا اوس د دې وخت دی چې د اوکراین د ډیموکراتیک جمهوریت سره د روسیې د یرغل په وړاندې مبارزه کې مرسته وشي. دا د کانګرس لپاره د عمل وخت دی."

ینګ زیاته کړه چې د اوکراین دپاره د ځانګړې شوې ۱۱۱ میلیارده ډالرو مرستې نږدې ټولې لګول شوې دي. د دې پیسو یوه زیاته برخه د پوځي مرستو په برخه کې او بله برخه یې اقتصادي، ملکي او بشري څانګو ته ځانګړې شوې ده.

د بایډن ادارې په کانګرس فشار راوړی چې د ۱۰۶ میلیارد ډالر نورې مرستې تصویب کړي چې پکې د اوکراین او اسرائیل سره د مرستو او ځینو نور برخو لپاره بودجه پکې شامله ده.

په دې بودجه کې د اوکراین لپاره ۶۱ میلیارده ډالره په پام کې نیول شوي دي. په کانګرس کې یو شمېر جمهوري غوښتونکو له دغې بودجې سره مخالفت ښودلی دی.

د امریکا د دفاع وزیر او نور مشرانو د اوکراین پایتخت کیف ته په وروستیو سفرونه کې ډاډ څرګند کړی دی چې په کانګرس کې له مخالفتونو سره سره به له اوکراین سره د امریکا مرستې دوام ولري.

د اوکراین مقاماتو د روسي ځواکونو د ژمنیو بریدونو د مخنیوي دپاره له لویدیځو ځواکونو څخه د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG