د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د پولیو ویروس د خپرېدو اندېښنه؛ طالبان وايي ۸.۸ میلیون ماشومان به واکسین شي


ماشومانو ته د گوزڼ ضد واکسین کول
ماشومانو ته د گوزڼ ضد واکسین کول

د روغتیا نړیوال سازمان له پاکستان څخه افغانستان ته په ډله ییز ډول د افغان کډوالو د ستنیدلو د بهیر په لړ کې په دغو دوو هیوادونوکې د پولیو ناروغۍ د پیښو په خپریدو اندیښنه ښودلې، خو د طالبانو حکومت وايي چې ۸.۸ میلیون افغان ماشومانو ته یې د پولیو د ویریس ضد واکسین کمپاین پیل کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ ډسمبر۲۲(مرغومې اول) په یو راپور کې ویلي چې ددغه سازمان سکرتریت د روغتیا بیړنۍ کمیټې په ناسته کې چې په کې یو شمیر کارپوهانو د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان، مصر، ګانا، موریتانیا، نایجریه، پاکستان او زمبابوې کې د پولیو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړې.

روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په پاکستان کې په ۲۰۲۳ کال کې تراوسه د پولیو شپږ مثبتې پیښې او د پولیو ۸۲ مثبتې محیطې نمونې ثبت شوي دي.

دغه سازمان ویلي چې په افغانستان کې هم په روان ۲۰۲۳ کال کې تراوسه د پولیو شپږ مثبتې پیښې په ختیځ ولایت ننګرهار کې ثبت شوي دي. همداشان د ننګرهار اوکونړپه ولایتونو کې او په دې وروستیو کې د کابل په ګډون د کندهار، زابل او بلخ ولایتونو څخه هم د پولیو د ویروس ۴۶ محیطې نمونې ترلاسه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د پاکستان د حکومت له خوا له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیون افغان کډوالو د ایستلو پریکړې ته په اشارې ویلي چې په وروستیو میاشتو کې له دغه هیواد څخه افغانستان ته د افغان کډوالو ستنیدلو بهیر بشري ګواښونه زیات کړي دي.

روغتیا نړیوال سازمان ویلي: " دا د وګړو یو ستر خوځښت دی چې د سرحد په اوږدو کې او هم په دواړو هیوادونو کې د پولیو د ویروس د خپریدو په برخه کې د پام وړ ګواښونه زیاتوي."

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوشنبې له ورځې به په افغانستان کې ۸.۸ میلیونو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړي.

دغه وزارت ویلي:" د پولیو واکسین نوی کمپاین به د روان کال د ډسمبر له ۲۵ تر ۲۸ نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترسره شي، خو همدا کمپاین د ختیځ زون په ۴۲ ولسوالیو کې د پولیو ویروس د لوړ ګواښ په سبب د ډسمبر له ۲۳ تر ۲۹ پورې ترسره کېږي او هلته تر لس کلنۍ ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي. د ټول فرعي کمپاین په ترڅ کې به ۸.۸ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي".

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عبادویلي چې حکومت یې هوډ لري چې د خپلو شریکانو په ملاتړ پولیو ناروغي په افغانستان کې ختمه کړي.

هغه د پولیو ناروغۍ له منځه وړبو په برخه کې د ټولو خلکو په ځانګړي ډول د کورنیو څخه د مرستې غوښتنه کړې او له هغوی یې غوښتي، چې د پولیو د روان کمپاین د بریالیتوب لپاره د واکسیناتورانو سره ماشومانو ته د واکسین د تطبیق برخه کې مرسته وکړي.

ډاکټران وايي چې پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې د واکسين په مټ د مخنیوي او له منځه وړلو وړ ده. کوم ماشوم چې په دې ناروغۍ اخته شي په ټول عمر کې به فلج او معیوبه وي او یا به هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG