د لاس رسي وړ اتصالات

القاعده څوک وو او څوک دي؟ 


په امریکا د القاعده ډلې بریدونه
په امریکا د القاعده ډلې بریدونه

د القاعده ډله په ۱۹۸۰ کلونو کې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو دیرغل په مهال له «جهاد» څخه راټوکېدلې ډله ده چې مشر یې اسامه بن لادن و.

دغې ډلې په ۲۰۰۱ کې د سپتمبر په یولسمه د امریکا په نیویارک ښار کې په نړیوال تجارتي مرکز د الوتکو بریدونه وکړل او زرګونه کسان یې ووژل.

له دغه برید وروسته امریکا په افغانستان کې د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه وکړه چې شاوخوا شل کاله یې دوام وکړ.

امریکایي ځواکونو په ۲۰۱۱ کې د پاکستان په ایبټ اباد کې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن وواژه، خو د هغه له مرګ وروسته لا هم دغه ډله ترهګریز فعالیتونه کوي او یو ګواښ دی.

د القاعده مانا «بنسټ/اساس» دی، له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته منظمه شوه. عرب جنګیالي د شوروي ځواکونو په خلاف د افغان «مجاهدینو» سره اوږه په اوږه جنګېدل او د هغوی له وتلو وروسته اسامه بن لادن دا ډله جوړه کړه او هماغه عرب مجاهدین یې راټول کړل.

د بن لادن پلار په سعودي عربستان کې د بیا رغونې یو لوی شرکت درلوده او اسامه بن لادن له سعودي عربستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله.

امریکایي ځواکونو په ۱۹۹۱ کې په کویټ باندې د عراق له برید وروسته سعودي ته سرتېري واستول. بن لادن د «جهاد» اعلان وکړ او بیا په ۱۹۸۸ کې د اګست په اومه نېټه د کینیا په نایروبي او د تانزانیا په داراسلام کې د امریکا د سفارتونو مخې ته موټر بمب بریدونه وشول.

په دغو بریدونو کې شاوخوا ۲۰۰ کسان ووژل شول او له دې بریدونو وروسته د القاعده ډلې ګواښ عملي ثابت شو.

په ۲۰۰۰ کې په یمن کې هم د القاعده ډلې ځانمرګي برید وکړ او ۱۷ تنه یې ووژل او دا خبره د ۲۰۰۱ د سپتمبر د یوولسمې بریدونو ته هم ورسېده. امریکا د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن وواژه او اوس ایمن الظواهري چې د مصر دی، د دغې ډلې مشري کوي.

د اسامه بن لادن زوی حمزه چې په القاعده ډله کې یې مخکښ رول لوبوه هم ووژل شو. له دې هر څه سره سره د القاعده ډلې ځینې نور ملګري هم پیدا کړل چې یوه یې د داعش ډله ده او ترهګریز فعالیتونه کوي.

XS
SM
MD
LG