د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د پاکستان سره "د ورورولۍ" اړیکې غواړي 


کچیرې طالبان د افغانستان په سیاسي کړنلاره کې رول ولري پاکستان ته به "د ورور او گاونډي" په سترگه وگوري او د متقابل احترام په بنسټ به ورسره "پراخې اړیکې" ولري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د ډان ورځپاڼې سره په مرکه کې دا خبرهکړې ده او ویلي یې دي چې پاکستان د شوروي اتحاد د یرغل پر وخت د افغان "مهاجرو مهم مرکز" او د افغانانو "دوهم کور" گڼل کیده.

ښاغلي مجاهد داسې مهال دا خبره کوي چې زیات شمیر افغان مقامات او سیاستوال په دې باوردي چې پاکستان د هغو ډلو ننګه کوي او ملا یې تړي چې په تیرو څلورو لسیزو کې یې په افغانستان کې د جگړو او ویجاړیو سبب شوي دي. کابل اسلام آباد د طالبانو په پاللو، روزلو او ملاتړ هم تورنوي.

د طالبانو ویاند د امریکا سره په خبرو کې د پاکستان د رول په اړه ویلي چې "هیڅ بهرني هیواد پدې کې رول نه درلود او د امریکا د متحده ایالاتو سره خبرې د "دوی (طالبانو) خپل نوښت" دی. هغه دا هم ویلي چې حتی پر افغانستان باندې د امریکا تر یرغل دمخه یې هم واشنگټن ته وړاندیز کړی و چې د جگړې پر ځای ورسره مذاکره وکړي.

خو څه وخت مخکې د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور د عرب نیوز سره په مرکه کې ویلي وو چې د پاکستان حکومت او پوځ طالبان د امریکا سره د خبرو میز ته کینول. ښاغلي غفور وویل چې هغوی همدا کولی شول.

ذبیح الله مجاهد همداشان ادعا کړې چې طالبان به د افغانستان په راتلونکي "ټول شموله نظام" کې "مهم رول" ولري. هغه ویلي چې "د افغانستان په راتلونکي حکومت کې به ټول اړخونه برخه ولري او پرته له کومې دعوا به د هیواد چارې پرمخ وړي".

په افغانستان کې د موقت حکومت جوړیدل چې د افغانستان د یو شمیر سیاسي شخصیتونو له خوا یې د اوسني حالت نه د وتلو په مقصد وړاندیز شوی دی، د طالبانو د ویاند په خبره هیڅکله د طالبانو له خوا ندی مطرح شوی او نه یې هم پدې هکله د امریکا سره په خبرو کې بحث کړی دی.

د طالبانو د رژیم سختو قوانینو ته په اشارې په ځانگړې توگه د ښځو د حقونو په هکله ښاغلي مجاهد ویلي چې اوس حالات بدل شوي او طالبان په راتلونکې کې نارینو او ښځو ته د ټولو حقونو د ورکولو سره ستونزه نلري.

XS
SM
MD
LG