د لاس رسي وړ اتصالات

بند امیر کې د ژمنیو لوبو سیالۍ پیل شوې


د بامیان ولایت بند امیر کې د ژمنیو لوبو فستیوال پیل شوی، چې په کې د دغه ولایت د ورزشکارانو سربیره د نورو ولایتونو څخه هم په لسګونو ورزشکارانو برخه اخیستې ده .

د ژمنیو لوبو د فستیوال د جوړیدو موخه د ژمنیو لوبو د اسیا جام سیالیو لپاره تیاري ښودل شوې دی، چې د روانې زېږدیزې میاشتې په اوږدو کې به د پاکستان په سوات ښار کې وشي.

په دغه فستیوال کې د سکي، سنو بورډ، کرلینګ، ایس سټیک او ځینو نورو رشتو څخه ۱۵۰ ورزشکاران سره سیالۍ کوي.

څلور افغان لوبغاړي د سنو بورډ د اسیایی جام سیالیو کې ګډون کوي.
څلور افغان لوبغاړي د سنو بورډ د اسیایی جام سیالیو کې ګډون کوي.

دغه سیالۍ پرون چهارشنبه (د سلواغې ۲۳) په بند امیر کې پیل او د درې ورځو لپاره به دوام وکړي.

د دغو سیالیو وړاندې د سلواغې په ۱۹ مه د بامیان ولایت مرکز کې هم ژمنۍ لوبې ترسره شوې.

د افغانستان د سنو بورډ فدراسیون مشر احمد رومل حیات امریکا غږ ته ویل "د بامیانو جشنوارې کې زموږ ټول لوبغاړي او په ځانګړې توګه هغه لوبغاړي چې پاکستان ته روان دي پوره چمتوالی نیولی دی. موږ تمه لرو چې له دغو لوبو نه ډک لاس وطن ته راشي."

ښاغلي حیات زیاته کړه که څه هم تر اوسه، پاکستان ته د افغان لوبغاړو د تګ راتګ لږښت کوم چا پر غاړه نه دی اخیستی خو دوی لا هم د حکومت او خصوصي سکټور د ملاتړ غوښتنه کوي.

په پام کې ده چې د سنو بورډ د اسیایی جام سیالۍ د روانې زېږدیزې میاشتې په ورستۍ اونۍ کې د پاکستان سوات ښار کې پیل شي.

د افغانستان په استازیتوب به څلور لوبغاړي دغو لوبو کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG