د لاس رسي وړ اتصالات

افغان لوبغاړي د سکي د نړیوالو سیالیو لپاره پاکستان ته تللي


افغانستان د سکي نړیوالو لوبو کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللی
افغانستان د سکي نړیوالو لوبو کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللی

د افغانستان د سکي فدراسیون شپږ غړي د (XIS) نړیوالو لوبو کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللي دي.

په دغو لوبغاړو کې دوې ښځې او څلور نارینه شامل دي چې سر له نن یکشنبه (د سلواغې ۱۳مه) به د پاکستان سوات ښار کې د یولسو ورځو لپاره سیالي وکړي.

د افغانستان د سکي فدراسیون سکرټر جنرال ګل حسین بای زاده امریکا غږ ته وویل چې یادو سیالیو کې د ۱۵ هېوادونو لوبغاړي لوبې کوي.

هغه زیاته کړه: "دغو لوبو کې زموږ لوبغاړي کوښښ کوي چې اولمپیکي لوبو کې د ګډون لپاره مناسبې نمرې ترلاسه کړي."

د سکي لوبې قانون د نورو لوبو خلاف د نمرو را کمول دي. د سکي نړیوال سازمان هر لوبغاړي ته په پیل کې ۹۹۹ نمرې ورکوي او د دغې لوبې د قانون په اساس لوبغاړي باید په خپلو فعالیتونو سره دغه نمرې لږ تر لږه تر ۳۰۰ پورې راټیټې کړي تر څو په اولمپیکي لوبو کې د سیالۍ چانس پیدا کړي.

د افغانستان د سکي فدراسیون وايي افغان لوبغاړو کې تر ټولو ټیټه نمره ۴۵۰ ده او پاکستان کې د لوبو وروسته ښايي یو یا څو لوبغاړي لازمې نمرې ترلاسه کړي.

سکي په افغانستان کې نوی ورزش دی چې د دغه فدراسیون په وینا شااوخوا ۱۵۰ لوبغاړي په مسلکي ډول دغه لوبه کوي.

په پام کې ده چې په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د چین بیجینګ ښار د ژمنیو اولمپیکي لوبو کوربه شي.

XS
SM
MD
LG