د لاس رسي وړ اتصالات

د قطر د شورا په انتخاباتو کې ۲۸ مېرمنې کاندیدې دي


دا لومړی ځل دی چې په قطر د شورا انتخابات کیږي
دا لومړی ځل دی چې په قطر د شورا انتخابات کیږي

ټاکل شوې سبا شنبه اکتوبر ۲ (تلي ۱۰) په قطر کې د شورا د غړیو د ټاکلو لپاره انتخابات وشي. د دې هیواد شورا ټول ۴۵ څوکۍ لري چې ۳۰ یې د انتخاباتو او د اساسي قانون له مخې پاتې ۱۵ یې د امیر لخوا ټاکل کیږي.

د شورا د ۳۰ څوکیو لپاره ۲۸۴ کسانو ځانونه کاندید کړي چې یوازې ۲۸ یې میرمنې دي.

سره لدې چې یو شمیر مبصرینو ویلي ښایي ډیرې میرمنې پدې انتخاباتو کې بریالۍ نشي خو داسې هم انګیرل کیږي چې د قطر امیر به د ۱۵ کسانو د ډلې نه چې هغه یې د ټاکلو واک لري، یو شمیر میرمنې هم غوره کړي چې په شورا کې د سړیو تر څنګ میرمنو ته هم کافي حق ورکړل شي.

لینا الدفع چې پدې انتخاباتو کې کاندیده ده وایي که بریالۍ شي، د میرمنو تعلیم، د ښځینه ښوونکو ملاتړ او د قطري میرمنو د ماشومانو د تابعیت موضوعات به یې د کارونو په سر کې وي.
په قطر کې اوس یوازې هغو ماشومانو ته تابعیت ورکول کیږي چې پلار یې د قطر وي او که یوه مېرمن د یو داسې سړي سره واده وکړي چې د قطر تبع نه وي، ماشومانو ته یې تابعیت نه ورکول کیږي.

میرمن دفع د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، "زما د پاره تر ټولو مهمه موضوع د قطري میرمنو د ماشومانو تابعیت او اسناد دي."
لینا الدفع د قطر د اولسمې حوزې څخه په انتخاباتو کې کاندیده ده. دوه میرمنې او اوه نارینههم د همدې حوزې کاندیدان دي خو میرمن دفع وایي چې جنسیت نه بلکې اهلیت مهم دی.
هغه وایي " زه دا د سړیو او میرمنو تر منځ د یوې سیالۍ په توګه نه ګورم او مونږ د جنسیت په هکله نه بلکې د اهلیت په هکله خبرې کوو. "


په ټولیزه توګه په قطر کې د میرمنو استازیتوب د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو څخه ډیر دی. د دې هیواد د عامې روغتیا وزیره میرمن او د بهرنیو چارو د وزارت ویانده هم یوه میرمن ده.

XS
SM
MD
LG