د لاس رسي وړ اتصالات

خوړو نړیوال پروګرام: ۱۵ میلیونه افغانان د خوړو له سخت نه خوندیتوب سره مخ دي


د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) د اټکل له مخې په افغانستان کې د ۱۵ میلیونو څخه زیات افغانان د خوړو له سخت نه خوندیوب سره مخ دي، چې ۲.۸ میلیونه یې د لوږې په بیړنۍ کچه کې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د سه شنبې د ورځې ناوخته جون ۲۰ (جوزا ۳۰) په یوه خبر پاڼه کې، چې افغانستان ته ددغې ادارې د مرستیال اجرایوي رئیس کارل سکاو د سفر په پای کې خپره کړې ویلي، چې "ډبلیو ایف پي" په افغانستان کې د مرستو رسولو د جاري ساتلو په موخه د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۹۱۸ میلیونه امریکایي ډالرو ته بیړنۍ اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې افغانستان د سخت اقتصادي او بشري بحران ترڅنګ، د اقلیمي بدلون له امله نور هم ځپل شوی دی او هر کال، نا مناسبه هوا په ټول هیواد کې پر میلیونونو خلکو ویجاړوو نکي اغیزې لري.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې پر دې سربېره، چې د بودیجې د جدي کمښت له امله یې د خوراکي توکو دکڅوړو کچه ان په هغو سیمو کې هم کمه کړې، چېرته چې د خوړو نه خوندیتوب په لوړه کچه دی او ۸ میلیونه ډېر اړمن کسان به نور ونشي کولی، چې د "ډبلیو ایف پي" د خوراکي توکو بیړنۍ مرسته ترلاسه کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام د جون شپږم (جوزا ۱۶) کابل کې مرستو ته اړو کسانو باندې د خوراکي توکو د ویشلو وروسته د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي و، چې دا پروګرام یوازې څلورو میلیونو مرستو ته اړو افغانانو سره مرستې کولی شي، په داسې حال کې، چې د "ډبلیو ایف پي" د وینا له مخې افغانستان کې ۱۵ میلیونه وګړي په دې نه پوهیږي، چې بل ځل خواړه به له کوم ځای څخه ترلاسه کړي.

د خوړو د نړیوال پروګرام مرستیال اجرایوي رئیس کارل سکاو، تیره اونۍ افغانستان ته سفر وکړ ترڅو د نړۍ یو ترټولو لوی بشري بحران کې راګیر هیواد کې پخپله د " ډبلیو ایف پي" د مرستو رسولو عملیات وګوري.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې هغه د ښځو د کار پر محدودیتونو او د بودیجې د شدید کمښت د اغیزو شاهد و چې پدې وروستیو کې یې " ډبلیو ایف پي" دې ته اړ کړ، چې د خوراکي کڅوړ و کچه کمه کړي او هم د هغو خلکو په شمېر کې چې په پام کې وه د ژوند ژغورنې مرستې ورته ورسېږي د پام وړ کمښت راولي.

کارل سکاو، د کابل سربیره د پروان ولایت مرکز چاریکارو کې هم د خوړو د نړیوال پروګرام د مرستو د ویشلو بهیر څخه څارنه وکړه.

کارل سکاو وویل: "د ډبلیو ایف پي نارینه او ښځینه همکاران او زموږ ملګر ې غیردولتي موسسې چې ما ورسره ولیدل، ټول په ژوره توګه خپل کار ته ژمن دي او زموږ د ژوند ژغورلو او ژوند کې بدلون راوستلو هدف ته ژمن دي."

هغه زیاته کړه:" ما د مسلکي زده کړو په مرکزونو کې غښتلې میرمنې ولیدې چې اوس کولی شي د خپل عاید له لارې د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي او ډوډۍ ورته برابره کړي. "

د "ډبلیوایف پي" دغه چارواکي د مرستې رسونې په بهیر کې د ښځینه مرستې رسونې د کارکوونکو د کار د اهمیت یادونه هم کړي او ویلي دي، چې د مرستو رسونې په بهیر کې د افغان میرمنو د بشپړ ګډون لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ به د خپلو مرستو رسولو د بهیر په اوږدو کې د ښځینه کارکوونکو د بشپړ ګډون لپاره کار ته دوام ورکړو، ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې افغان نجونې، هلکان، ښځې او نارینه د ډبلیو ایف پي مرستو ته برابر لاس رسی ولري."

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې کارل سکاو د طالبانو د حکومت له چارواکو سره په لیدنه کې، تر ټولو اړمنو میرمنو او نجونو ته د " ډبلیو ایف پي" له خوا د مرستو رسولو په برخه کې د ښځو پر حیاتي رول ټینګار کړی دی.

همداشان کارل سکاو، د خپل پنځه ورځیني سفر په ترڅ کې په کابل کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د رهبرۍ، دیپلوماتانو او انجوګانو د چارواکو سره خبرې کړي دي.

افغانستان ته د خپل سفر په پای کې کارل سکاو په دغه هیواد کې له خلکو سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه وکړه او ویي ویل: "نړۍ نشي کولی د افغانستان خلکو ته شا کړي. مونږ باید د ښځو او نارینه کارکونکو لپاره د خوندي او مناسب چاپیریال د تضمین لپاره لارې چارې ولټوو، مګر د کافي بودیجې پرته، موږ نشو کولی هغه مرستې چې په ټول هیواد کې د نجونو، هلکانو، ښځو او نارینه وو له خوا ورته اړتیا لیدل کیږي، ورسوو. "

افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو وروسته د ملګرو ملتونو او د بشري مرستو رسوونکو ادارو په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان لپاره د مرستو د بودیجې طرحه بدله کړه او دا بودیجه یې له ۴.۶ میلیارد ډالرو څخه ۳.۲ میلیاردو ته راکمه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږې ادارې "اوچا" د جون پنځمه (جوزا ۱۵) په یوې اعلامیې کې وویل چې د بودیجې په طرحه کې د تغیر یو علت په نړیوالو سازمانونو کې د ښځو په کار باندې د طالبانو د حکومت له خوا لګول شوي بندیزونه دي.

طالبانو د ملګرو ملتونو او نورو غیر دولتي‌ سازمونونو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

د بشري مرستو ادارو خبرداری ورکړی و، چې د طالبانو دا ډول بندیزونه به د افغانستان سره په مرستو باندې ناوړه اغیز ولري.

افغانستان د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته له بشري او اقتصادي‌ کړکیچ سره یو مخامخ هېواد بلل کېږي.

ملګري ملتونه وايي د تېرکال په پرتله د هغو خلکو شمېر زیات شوی دی چې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې د اپریل په میاشت کې خبرداری ورکړی و که مرستې ۳۰ فیصده کمې شي، د افغانستان اقتصاد به له سقوط سره مخامخ او انفلاسیون به زیات شي.

ملګرو ملتونو د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د مارچ په میاشت کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو ځواب ویلو پلان (HRP) پیل کړ او د بسپنه ورکوونکو هیوادونو او ادارو څخه یې د ۴.۶ میلیارد ډالرو غوښتنه وکړه، خو دا غوښتنه دوه میاشتې د دې لپاره وځنډول شوه چې طالبانو تیر کال د ډسمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو کار کول بند کړل.

ملګرو ملتونو د افغانستان سره د بشري مرستو د پلان ارزونې چې نږدې یو کال یې ونیوه، تیره اوونۍ اعلان وکړ چې غواړي د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د جون څخه د ډسمبر تر میاشتې پورې د شل میلیون افغانانو سره په بیلا بیلو برخو کې مرسته وکړي او ۲.۲۶ میلیارد ډالرو تازه مرستو ته اړتیا لري.

طالبان وايي، چې د اسلامي شریعت او افغاني فرهنګ پر اساس د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي او د نجونو او ښځو د زده کړو د بیا پیلیدو لپاره په یوه کړنلاره باندې کارکوي.

XS
SM
MD
LG