د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ ترټولو زیات عمر لرونکې ښځه مړه شوه


هسپانوۍ ماریا برانیاس موریرا د نړۍ ترټولو زیات عمر لرونکې ښځه وه او د ۱۱۷ کلونو په عمر مړه شوه.
هسپانوۍ ماریا برانیاس موریرا د نړۍ ترټولو زیات عمر لرونکې ښځه وه او د ۱۱۷ کلونو په عمر مړه شوه.

په هسپانیا کې د ماریا برانیاس موریرا د کورنۍ غړو سه شنبې اګست ۲۰ (زمري ۳۰) وویل چې هغه د ۱۱۷ کلونو په عمر مړه شوه.

موریرا د امریکا په متحدو ایالتونو کې زیږېدلې وه، خو په هسپانیا کې اوسیدله او د دواړو نړیوالو جګړو پر مهال یې ژوند کړی دی.

د هغې د کورنۍ غړو د نوموړې د ایکس پر حساب لیکلي: "ماریا برانیاس موږ پرېښودلو. هغې د خپلې هیلې سره سم په خوب کې ساه ورکړه، په سکون کې او بې له کوم درد څخه."

د هغې کورنۍ لیکلي چې "د هغې مشورې او مهرباني" به یې تل په یاد وي.

موریرا چې د هسپانیا د شمال ختیځ اولوت ښار کې د زیات عمر لرونکو خلکو لپاره په یو ځانګړي شوي کور کې اوسېدله، د سه شنبې په ورځ په خپل ایکس حساب کې لیکلي وو چې د "کمزورۍ" احساس کوي.

هغې په خپل پوسټ کې زیاته کړې وه: "وخت مې لنډ دی. مه راپسې ژاړئ، زما اوښکې نه خوښیږي. او ترټولو مهمه دا چې زما لپاره مه ځوریږئ. زه چې هر ځای ځم، خوشحاله به یم."

له دې وړاندې ترټولو زیات عمر لرونکی شخص د فرانسې لوسیل راندون وو. هغه د تېر کال جولای د ۱۱۸ کلونو په عمر مړ شو.

د ګنیس د ریکارډونو د کتاب د معلوماتو له مخې، د راندون له مرګ وروسته موریرا په نړۍ کې ترټولو زیات عمر لرونکی ژوندی شخص و.

موریرا د ۱۹۰۷ کال د مارچ په څلورمه په متحدو ایالتونو کې زیږېدلې وه او شاوخوا اته کاله وروسته هسپانیې ته تللې وه او پاتې ژوند یې هلته تیر کړی و.

د موریرا له مړینې وروسته په نړۍ کې ترټولو زیات عمر لرونکی ژوندی کس د جاپان تومیکو ایتوکا دی. د ګنیس د ریکارډونو د کتاب د معلوماتو له مخې، هغه د ۱۱۶ کالو دی.

د ثبت شویو معلوماتو له مخې، د نړۍ ترټولو زیات عمر لرونکې ښځه فرانسوۍ جین لویس کالمینټ وه چې په ۱۹۹۷ کې د ۱۲۲ کلونو په عمر مړه شوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG