د لاس رسي وړ اتصالات

تخار کې پر ولسي پاڅونوالو سهواً هوايي برید شوی ـ چارواکي


طالبانو نن د تخار مرکز تلقان په څنډو کې پر ځینو پوستو بریدونه کړي دي
طالبانو نن د تخار مرکز تلقان په څنډو کې پر ځینو پوستو بریدونه کړي دي

د تخار سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه د دغه ولایت په بهارک ولسوالۍ کې پر ولسي پاڅونوالو باندې په تېر وتنې سره هوايي برید شوي دی.

که څه هم ځايي چارواکي وايي، د دغه برید په اړه پلټنه کوي، خو ناتائید شوي راپورونه وايي چې په دغه برید کې ۳۰ افغان سرتېري وژل شوي دي.

د تخار د والي ویاند جواد هجري د یاد برید په تائید سره د دوشنبې په ورځ د «تلې پر۸مه» امریکا غږ ته وویل، چې یو دولتي پلاوی په دې اړه څېړنه کوي.

هغه زیاته کړه:"یوه پېښه شوې ده، موږ پلاوی ټاکلی دی، څېړنې کوي، نن شپه درې بجې او ۴۵ دقیقې په تېر وتنې سره یوه هوايي حمله شوې ده، او هلته یو شمېر ولسي پاڅونوال وژل شوي دي،پلاوی تر اوسه نه دی راغلی او په دغه حمله کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده."

د تخار د والي ویاند زیاته کړه، چې د دغه برید هدف په سیمه کې وسله وال طالبان و.

په سیمه کې ټلیفوني شبکې کار نه کوي او په دې اړه د کره معلوماتو تر لاسه کول ستونزمن شوي دي.

تر دا مهاله معلومه نه ده چې دغه برید افغان هوايي قواو کړی او که بهرنیو ځواکونو.

بلخوا راپورونه وايي، چې تېره شپه طالبانو د تخار د مرکز تالقان ښار د نیولو په هدف له څو اړخونو بریدونه پیل کړي او دا مهال د تالقان ښار په اطرافو کې جګړه روانه ده.

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG