د لاس رسي وړ اتصالات

غربي کارپوهان: طالبانو د دوحې تړون څخه سرغړونه کړې


یو شمیر غربي کارپوهان وایي طالبانو له متحدو ایالتونو سره د دوحې د ۲۰۲۰ کال د تړون په ژمنو عمل ندی کړی.

په ملګرو ملتونو کې د طالبانو، القاعده، او اسلامي دولت یا داعش په وړاندې د بندیزونو د څار د برخې پخواني غړي ایډمنډ فټون براون د چهار شنبې په ورځ جنوري ۱۸ (مرغومي ۲۸) وویل چې طالبان د دوحې تړون ته ژمن ندي.

ښاغلي براون دغه څرګندونې د New America بنسټ په هغه انلاین بحث کې چې په " نړۍ کې د ترهګریزو سازمانونو په ګوته کولو کې د توپیر د ارزونې" په نامه جوړ شوی وو، وکړې.

دغه بریتانوي دیپلومات څرګنده کړه چې په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري وژنې ښکاره کړه چې طالبان د دوحې تړون ته ژمن ندي.

د متحدو ایالاتونو ولسمشر جوبایډن د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې اعلان وکړ چې د القاعده مشر ایمن الظواهري په کابل کې د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې ووژل شو.

طالبانو تر اوسه د ظهواري د وژل کیدو پخلی یا رد ندی کړی خو تل یې ډاډ ورکړی چې هیڅ ترهګره ډله به پرې نږدې چې د افغانستان له خاورې څخه نورو هیوادونو ته ګواښ متوجه کړي.

په واشنګټن کې د ویلسن څیړنیز مرکز د جنوبي آسیا د چارو شنونکی مایکل کوګلمن وایي له کومه ځایه چې د دوحې تړون اکثریت برخې محرمې دي، دا ستونزمنه ده چې و ارزول شي آیا طالبان په خپلو ژمنو دریدلي‌ که نه.

خو دغه امریکایي شنونکي زیاته کړه:" کله چې تیر کال څرګنده شوه ایمن الظواهري په کابل کې ژوند کوي، دې ښکاره کړه چې طالبان د پناه ورکولو په برخه کې په خپلو ژمنو ندي دریدلي."

د طالبانو له واکمنیدو وروسته، افغانستان د یو شمیر خونړیو ترهګریزو بریدونو شاهد پاتې شوی چې د اکثریت دغو بریدونو مسولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

د امریکا او اروپا په ګډون د افغانستان ګاونډي هیوادونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په خاص دول داعش او القاعده د فعالیت په زیاتیدو جدي اندیښنه لري.

ایډمنډ فټون براون وویل پکار ده چې له طالبانو سره په هر ډول خبرو کې له هغوی څخه د ترهګرو ډلو په اړه پوښتنه وشي.

خو ښاغلي براون زیاته کړه، دا هم په ریښتونې توګه ممکنه نده چې طالبان دې له واکه لیرې کړای شي ځکه نړیوالې ټولنې یوه اوږده، دردونکې او ګرانه جګړه تجربه کړېده.

براون وویل د افغانانو د ستونزو او مشکلاتو د ختمیدو لپاره یوه لار داده چې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو له خوا پر طالبانو فشار واچول شي.

نوموړي وویل:" که تاسو پاکستان، ایران، چین، تاجکستان او داسې نور گاونډي هیوادونه یاست نو بله لاره نه لرئ خو باید د مسلې د حل لار ولټوئ. دا مهمه ده چې دغه گاونډي هیوادونه رامخ ته شي څو پر طالبانو فشار واچول شي چې هغوي خپل چلند بدل کړي او په هیواد کې دننه وضعیت سم شي."

پر طالبانو د نړیوالو فشارونو په لړ کې د ملګرو ملتونو یو ویاند د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۷ (مرغومي ۲۷) وویل چې د یاد سازمان یو جګپوړی هيئت کابل ته تللی څو د ښځو د حقونو په اړه له طالب چارواکو سره خبري وکړي.

XS
SM
MD
LG