د لاس رسي وړ اتصالات

د چین ولسمشر: د جي‌۲۰ هېوادونه دې د اوکراين د کړکېچ د ختمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي


د چین ولسمشر د جي‌۲۰ هېوادونو له مشران وغوښتل چې نه یوازې د "تاوتریخوالي او د نښتو د زیاتېدو" مخنیوی وکړي، بلکې د "اوکراین د کړکیچ د ختمولو او د سياسي حل لارې په موندلو کې مرسته وکړي.
د چین ولسمشر د جي‌۲۰ هېوادونو له مشران وغوښتل چې نه یوازې د "تاوتریخوالي او د نښتو د زیاتېدو" مخنیوی وکړي، بلکې د "اوکراین د کړکیچ د ختمولو او د سياسي حل لارې په موندلو کې مرسته وکړي.

د چين ولسمشر شي جينپينګ د دوشنبې په ورځ، نومبر ۱۸مه (لړم ۲۸مه) د جي۲۰ هېوادونو له مشرانو وغوښتل چې د اوکراين جګړې د پای ته رسېدو او د يوې سياسي حل لارې د موندلو څخه ملاتړ وکړي.

نوموړي دغه غوښتنه په برازیل کې د جي ۲۰ غونډې په ترڅ کې وکړه.

شي جينپينګ دغه څرګندونې په داسې وخت کې وکړې، چې واشنګټن په لومړي ځل اوکراین ته اجازه ورکړه چې د متحدو ایالتونو اوږد واټن وېشتونکي میزایل د روسیې په خاورې کې دننه په بریدونو کې استعمالولای شي.

د چین ولسمشر د جي‌۲۰ هېوادونو مشران وغوښتل چې نه یوازې د "تاوتریخوالي او د نښتو د زیاتېدو" مخنیوی وکړي، بلکې د "اوکراین د کړکیچ د ختمولو او د سياسي حل لارې په موندلو کې مرسته وکړي.

د چین دولتي تلویزیون د ولسمشر شي جينپينګ په حواله رپوټ ورکړی، چې د جي ۲۰ هېوادونه باید د ملګرو ملتونو، د امنیت شورا، او هغو هڅو ملاتړ وکړي چې د شخړو د سوله ییز حل لپاره ترسره کېږي. شي جينپينګ زیاته کړې چې د جي ۲۰ هېوادونه باید په دې برخه کې خپل مهم ونډه ترسره کړي.

په روسیې باندې د اوکراین د یرغل شاوخوا ۳۳ میاشتې کېږي، متحده ایالتونه او متحدین یې په دغې جګړې کې له کیف سره ولاړ دي او پوځي او بشري مرستې ورسره کوي چې د مسکو په ضد جګړه وګټي.

خو چین ادعا کوي چې په دې جګړه کې ناپیلی دی او ټینګار کوي چې د امریکا او لویدیځو هېوادونو برخلاف، د جګړې له هیڅ لوري سره یې مرسته نه ده کړې.

خو له دې سره سره، بیجینګ د مسکو نږدې سیاسي او اقتصادي ملګری پاتې شوی. د شمالي اتلانتیک (ناټو) غړي هېوادونه چین د "روسیې د جګړې پیاوړی ملاتړی" ګڼي، ځکه چې بیجینګ د روسیې پوځي یرغل غندلی نه دی.

د چین ولسمشر همداراز په خپله وینا کې د څو اړخیزو سوداګرېز سیستمونو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه او پرته له دې چې د کوم ځانګړي هېواد نوم واخلي، د اقتصادي مسایلو د سیاسي کولو پر وړاندې یې خبرداری ورکړ.

د چین ولسمشر دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړې، د جنورۍ په ۲۰ مه نېټه ډونالډ ټرمپ د نوي منتخب ولسشمر په توګه لوړه وکړي.

ټرمپ د ټاکنیزې مبارزې پر مهال ژمنه وکړه چې پر چین او نورو هېوادونو به د ګمرکي تعرفو وضع کول بیا پیل کړي.

متحدو ایالتونو سږ کال د چینايي توکو، په ځانګړي ډول د برقي موټرو د بطریو او د لمریزې برېښنا د تولید وسایلو پر تعرفو زیاتوالی اعلان کړ. امریکا هڅه کوي چې د پاکې انرژۍ تولید سکتور ته په کور دننه پراختیا ورکړي.

د چين ولسمشر شي جينپينګ د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې وویل: "موږ باید د اقتصادي مسایلو سیاسي کولو او د شنو او کاربن کمولو په نوم د کورنیو تولیداتو د ملاتړ له پالیسیو ډډه وکړو. "

شي جينپينګ د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د نړیوالې همکارۍ د هڅو په اړه وویل، چې دا موضوع باید د "بډایه هېوادونو په لوبه" بدله نه شي او ټینګار یې وکړ، چې دې برخه کې ټول هېوادونه باید مساوي ونډه ولري.

د چین دولتي تلویزیون د راپور له مخې، شي جينپينګ په خپله وینا کې همداراز له ټولو ښکېلو اړخونو وغوښتل، چې د غزې په جګړه کې مداخله ونه کړي. هغه زیاته کړه، چې د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړې "سختې غمیزې" رامنځته کړې دي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG