د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د مالیې وزیره د اړیکو د ښه والي او نړیوالو اقتصادي ستونزو سره د مقابلې لپاره هند ته تللې 


جنیت یلن
جنیت یلن

د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزیره جنیت یلن چین ته له خپل سفر وروسته هند ته تللې او هلته به د ۲۰ هېوادونو ډلې د مالیې له وزیرانو سره د پورونو ورکولو د زیاتېدونکي ګواښ په ګډون، چې کم عاید لرونکي هېوادونه ورسره مخامخ دي، د نړیوال اقتصادي ننګونو په اړه خبرې وکړې.

دا هند ته په نهو میاشتو کې د یلن درېیم سفر دی. هغه به ډېر وخت په ګاندهینګر کې د هند او امریکا د اړیکو د لا ښه کولو په هڅو تېروي.

نوموړې به د ویتنام په پلازمینه هانوی کې هم تمه شي او د انتقال د سلسلې د تامین، اقتصادي ثبات، پاکې انرژۍ د انتقال او په یو لړ نوور موضوعګانو خبرې وکړي.

په هند کې به د امریکا د مالیې د وزیرې جنیت یلن مهم اهداف په سختو اقتصادي شرایطو کې په کم عاید لرونکو هېوادونو کې د پورونو ورکولو د بڼې په بدلېدو، د اقلیم تغیر ته په کتو د نړیوالو پراختیایي بانکونو په عصري کولو او د هند او متحدو ایالتونو د اړیکو په لا پراختیا تمرکز او ټېنګار کول وي.

په داسې حال کې چې له چین سره د امریکا روابط ښه نه دي، هند ته د مالیې د وزیرې دا ډول سفرونه د نوي ډهلي او واشنګټن د اړیکو ارزښت په ګوته کوي.

یلن هند ته تر سفر مخکې د یوې اوونۍ لپاره چین ته تللې وه او هلته یې د هغه هېواد د مالیې وزارت سره د متقابلو سوداګریزو محدودیتونو او ملي امنیت په اندېښنو خبرې وکړې.

د امریکا مالیې وزارت یو مقام د نوم نه ښودلو په شرط، اسوشیتډپرس ته ویلي دي، چې هیله ده هند ته د جنیت یلن په غونډو کې به د ګانا اوسري لانکا د پور ورکولو په اړه هم بحثونه وشي او په چټکۍ سره به بشپړ شي.

ګانا او سري لانکا تېرکال خپل نړیوال پورونه ورنکړل. دوه کال مخکې زامبیا هم دا کار کړی و. تر نیمایي زیات کم عاید لرونکي هېوادونه له دغې ستونزې سره مخامخ دي، چې دا کار په اوږد مهال کې د هغوی وړتیا ځپي او په پراختیايي برخه کې فعالیت نشي کولای.

تېره میاشت په پاریس کې د نړیوالې مالیې غونډې په څنډې کې زامبیا او د چین په ګډون د زامبیا حکومت ته پور ورکوونکو [کریډټ ورکوونکو] د ۶.۳ میلیارد پور بیا ورکول له سره تنظیم کړل.

هند لا په اوکراین باندې د روسیې یرغل نه دی غندلی او په مسکو باندې یې په اقتصادي بندیزونو کې هم ګډ شوی نه دی. د جي-۷ هېوادونو د ټېنګار سره سره، هند له روسیې سره د انرژۍ د راکړې ورکړې رابطه ساتلې ده، خو بیا هم امریکا په سیمه کې په هند باندې تکیه کوي.

واشنګنټن ته د مودي په وروستي سفر کې، جو بایډن په سپینې ماڼۍ کې د هغه تود هرکلی وکړ او دواړو مشران وویل چې د دواړو هېوادونو اړیکې تر بل هر وخت اوس قوې دي.

XS
SM
MD
LG