د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه غواړي چې حوثیان د حدیدې له ښاره ووځي


یو حوثي پلوه پولیس د حون په ۱۴ د حدیدې په بندري ښار کې د ګزمې د یو موټر تر څنګ ولاړ دی
یو حوثي پلوه پولیس د حون په ۱۴ د حدیدې په بندري ښار کې د ګزمې د یو موټر تر څنګ ولاړ دی

د یمن لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی مارټن ګریفیتس د حدیدې د ښار په اړه د حوثي یاغیانو او د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف تر منځ د منځګړیتوب لپاره پرون شنبه صنعا ته ورسید چې د حدیدې په ښار کې د جګړې مخه ونیسي.

ګریفیتس غواړي چې حوثي یاغیان دیته وهڅوي چې له حدیدې ووځي څو په هغه ښار کې د ناوړه بشري پایلو مخنیوی وشي.

د ملګرو ملتو استازی په داسې وخت کې یمن ته سفر کوي چې د حدیدې د ښار شاوخوا سخته جګړه روانه ده او د سعودي عربستان په مشرې ایتلاف هڅه کوی چې دغه ښار ونیسي.

XS
SM
MD
LG