د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه په یمن کې د ملکیانو د وژلو تحقیقات غواړي


د ملگرو ملتونو د بشری حقوقو دفتر په یمن کې د هغو لسگونو ملکیانو د وژلو په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړیده چې په تیرو څلورو ورځو کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلافي قواو په هوايي بمباريو کې وژل شویدي.

د ملگروملتونو د بشري حقوقو دفتر رپوټ ورکړیدی چې په دریو بیلابیلو حملو کې لږترلږه ( ۴٥ ) تنه وژل شویدي چې اکثره يي ملکیان دي او د ماشومانو او ښځو په گډون ډیرنور زخمیان شویدي.

رپوټونه وايي، په لومړۍ حمله کې چې د جمعی په ورځ وشوه د پنځو ماشومانو په گډون ٢١ ملکیان ووژل شول. دغه کسانو د حملې په وخت د تائز د ولایت په یوکلې کې په موټر کې سفر کاوه.

د بشری حقوقو ویاندې لیزا تروسل وايي چې په دغو پیښو کې د ترټولو بده یې د واده په مراسمو برید و چې پکې نولس کسان ووژل شول او لسگونو نور زخمیان شول.

​هغې وویل چې د دغې حملې هدف یواځې دا و چې ملکیان په نښه کړي او بل یې هیڅ پوځي اهداف په نښه کول هدف نه و.

ټورسل وویل چې ملگري ملتونه د تیرو څو کلونو راهیسې د هغو پیښو په اه معلومات راټولوي چې په ملیکان پکې په نښه شوي وي. هغې وویل چې د ملکیانو په نښه کول ډیره زیاته د خپگان خبره وي او پکار ده چې مکمل تحقیات وشي.

دملگروملتونو د بشری حقوق دفتر د سعودی عربستان په مشری ائتلاف نه غواړی چې ددغو وروستیو مرگاني حملو په باره کې تحقیقات وکړي. دغه اداره زیاتوي، دهغه چا سره چې ددغو حملو مسؤل وي باید حساب کتاب وشي او ددغو حملو قربانیانوته باید تاوان ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG