د لاس رسي وړ اتصالات

یمن کې د ائتلافي ځواکونو بمباریو د سلو نه زیات حوثیان وژلي


د حوثیانو هغه توقیفخانې چې پکې د سلو نه زیات کسان ووژل شول
د حوثیانو هغه توقیفخانې چې پکې د سلو نه زیات کسان ووژل شول

په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د حوثي یاغیانو په توقیفخانو په هوایي بمباریو کې لږترلږه ١٠٠ تنه وژلي او په لسګونو یې زخمیان کړي دي.

د ای پي خبري اژانس وایي، چې د یمن د دهامر په صویې کې د سعودي په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په حوثي یاغیانو بمبارۍ کړي دي، چې په نتیجه کې یې د سلو نه زیات کسان وژل شوي دي.

په یمن کې د سره صلیب مشر فرنز راسټن چې دغه سیمې ته د بریدونو نه وروسته ورغلی دي وایي، چې د توقیف په مرکزونو په بمباربو کې ډیر لږ کسان ژوندي پاتې دي او وایي چې د وژل شوو کسانو شمیر کیدی شي نور زیات شي.

د سره صلیب ټولنه وایي، چې په دغه توقیفخانو کې د بندیانو شمیر شاوخوا ١٧٠ تنه و چې اوس یې د ۴٠ تنو زخمیانو علاج دوام لري او د پاتې نورو په اړه ویل کیږي چې هغوی وژل شوي دي.

د سعودي په مشرۍ ائتلافي ځواکونه وایي، چې هغوی د حوثي یاغیانو په بندیخانو نه بلکې په یو پوځي مرکز برید کړی دی.

داسې ویل کیږي، چې دا د سعودي په مشرۍ د ائتلافي ځواکونه لخوا تر ټولو لوی عملیات دي چې د حوثیانو ضد یې ترسره کړي دي.

په سعودي عربستان په روغتونونو، ښوونځیو او د واده په مراسمو د بمباریو له کبله په نړیواله کچه نیوکې کیږي.

د یادونې وړ ده چې د یمن جګړه په ٢٠١٥ کال کې د هغې نه وروسته پیل شوه چې ایران پلوه حوثي یاغیانو د یمن د ولسمشر منصور هادي حکومت ړنګ کړ او په صنعا یې قبضه وکړله.

XS
SM
MD
LG