د لاس رسي وړ اتصالات

حوثیانو د سعودي په یو هوایي ډگر د ډرون برید کړی


د سعودي عربستان ټلویژن العربیا رپورټ ورکړیدی چې په یمن کې حوثي یاغیانو د سعودي عربستان په یو هوایي ډگر برید کړیدی چې پکې پنځه تنه زخمي شویدي.

په یمن کې د سعودي په مشرۍ ائتلاف د یمن د حوثي یاغیانو لخوا د سعودي عربستان په یو هوایي ډگر برید تائید کړیدی او وایي چې دغه برید د شپې په دولس نیمې بجې ترسره شویدی. هغوي د زخمیانو د شمیر په اړه څه نه دي ویلي.

حوثي یاغیانو په وروستیو کې په سعودي عربستان کې بریدونه زیات کړیدي.

د حوثيانو یو ټلویژون المثیراه د دغه ډلې د ویاند له قوله ویلي دي چې هغوي په سعودي عربستان کې لوی عملیات کړیدي.

العربیا ټلویژن دا هم ویلي دي چې د دغه هوایي ډگر نه پروازونه د یو څه وخت د ځنډ نه وروسته بیا پیل شویدي.

د یادونې وړ ده چې حوثي یاغیانو تیره میاشت د سعودي عربستان په هوایي ډگر ابها د ډرون په برید کې یو سوریایی وژلی و. د دغه برید مسولیت حوثيانو قبول کړی و.

XS
SM
MD
LG