د لاس رسي وړ اتصالات

یونان کې د کډوالو د کمپ سوځولو په تور د څلورو افغانانو محکمه 


دا پناه غوښتونکو دغه کمپ تېر کال وسوځول شو
دا پناه غوښتونکو دغه کمپ تېر کال وسوځول شو

په یونان کې څلور افغان پناه غوښتونکي د کډوالو د یو کمپ د سوځولو په تور محکمې ته وړاندې شوي او نن جمعه جون ۱۱ (غبرګولي ۲۱) یې محکمه وه.

د یونان د «لسبوس» په ټاپو کې د «موریا» په نامه د کډوالو یو لوی کمپ چې ۱۰۰۰۰کسان په کې اوسېدل، د ۲۰۲۰کال په سپتمبر میاشت کې وسوځول شو.

دغه څلور افغان کډوال تورن دي چې کمپ ته یې اور ورته کړی دی. یو بل افغان کډوال شاهدي ورکوي چې شپږ افغانانو دا کمپ سوځولی دی.

محکمې ته چې نن کوم څلور افغانان وړاندې شوي، د یوې جنایتکارې ډلې د غړیتوب په لرلو او کمپ په سوځولو تورن دي. حقوقي سرچینو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي که په تورنو کسانو جرم ثابت شو، شاید تر ۱۵کلونو پورې زنداني شي.

په دغې قضیې کې دوه نور افغانان وار د مخه محکوم شوي او پنځه-پنځه کاله بنديان شوي دي.

د دغو افغانانو مدافع وکیلانو چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي ویلي چې موکلینو ته یې منصفانه فرصت نه دی ورکړل شوی چې د ځانونو سپیناوی وکړي.

وکیلانو ویلي دي اسناد ښيي چې په تورنو کسانو کې یې دوه تنه د نیول کېدو پر مهال تر ۱۸کلونو کم عمرونه لرل خو له هغوی سره د بالغو انسانانو په څېر چلند شوی دی.

وکیلانو ویلي دي چې د دغې پېښې شاهد نه د مارچ د میاشتې په محکمې کې حاضر و او نه هم په نننۍ محکمې کې.

د موریا کمپ په ۲۰۱۳کې د ۳۰۰۰کډوالو لپاره جوړ شو خو په ۲۰۱۵کې د اسیا او افریقا څخه د کډوالو د شمېرو په زیاتېدو سره دا کمپ ډېر لوی شو او ډېر ژر د تاوتریخوالي په یو مرکز هم بدل شو.

په کمپ کې د کروناویروس له خپرېدو وروسته اور بل شو. عیني شاهدان وايي د کمپ ۲۰۰کډوال په کرونا اخته شوي وو خو ځانونه یې قرنطین نکړل او همدا کار د کډوالو ترمنځ د شخړې سبب شو.

XS
SM
MD
LG