د لاس رسي وړ اتصالات

ایټالیا د کډوالو کمپونه تړي


په ایټالیا کې د صدراعظم یو مرستیال ماتیو سلویني خبرداری ورکړ چې له دې وروسته به ایټالیا اروپا ته د تلوونکو کډوالو دمه ځای او کمپ نه وي.

ښاغلي سلویني چې په خپل هېواد کې یې محبوبیت ورځ په ورځ زیاتیږي د جمعې په ورځ په نوي حکومت کې د وفادارۍ له لوړې ورسته د کډوالو پر ضد په نویو اقداماتو لاس پورې کړ.

نوموړی چې اروپايي ټولنې ته د ډېر واک د ورکولو د ایتلاف غړی هم دی د جمعې په ورځ د ایټالیا یوې سرحدي سیمې سیسیلي ته ولاړ. دغلته په ۲۰۱۴ کال کې د شمالي افریقا څخه شاوخوا ۶۰۰۰۰۰ کډوال راغلي وو.

هغه وویل چي نور د کډوالو لپاره "میلمستیا ختمه شو." د ده کیڼ اړخه لیګ وايي چې ایټالیا ته ډېر راغلي خلک د پناه غوښتلو حق نلري او ایټالیا د دوی د جذب او ساتلو ظرفیت هم نلري. دغه لیګ وايي نوي کډوال په کمو پېسو کار کوي چې د ایټالویانو لپاره یې کاري چاپېریال هم خراب کړی دی.

رویټرز وايي ښاغلي سیلویني د دوشنبې په ورځ (جون۴) په یوې راډیويي مرکې کې وویل چې ایټالیا به د کډوالو په پنډغالۍ نه بدلیږي.

په تېرو شاوخوا دریو څلورو کلونو کې اروپا ته د کډوالو د ورتګ بهیر خورا زیات شوی. د افغانستان، عراق، سوریې، لیبیا او نورو هېوادونو ډېر خلک د جنګ جګړو او ښه ژوند په لټه د ترکیې او نورو لارو څخه یونان او بیا ایټالیا ته ځانونه رسوي چې اروپا کې پنا وغواړي.

اروپا ته پر لار لسګونه زره کډوال مړه شوي او په سیند کې ډوب شوي هم دي. جرمني چې د ډېر کډوالو کوربه دی پر اروپايي ټولنې غږ کړی دی چې د کډوالو ستونزو ته یو کډ حل پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG