د لاس رسي وړ اتصالات

په زابل کې د پولیو د مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیول شوي - مسؤولین


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

په زابل کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي چې په شاوخوا ولایتونو کې د پولیو(ګوزڼ) ویروس له خپریدو وروسته یې په دغه ولایت کې جدي تدابیر نیولي دي.

د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسؤولین وايي، ټولو ادارو سره یې په ګډه هڅې پیل کړي ترڅو په زابل کې د پولیو ویروس د خپریدو مخه ونیسي او د تل لپاره یې له منځه یوسي.

د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند د کتلوي معافیت مسؤولین هم د دې ویروس پر وړاندې د هڅو د چټکتیا او لازمو روغتیایي تدابیرو د نیولو خبر ورکوي.

د زابل د عامې روغتیا ریاست اړوند د کتلوي معافیت مسؤول، مولانا عبدالغني وایي، د تېرو کمپاینونو پرمهال یې تر ټولو کورونو د پولیو واکسینونه رسولي.

نوموړي زیاته کړه، چې مخکې په دریو ولسوالیو کې د پولیو کمپاینونه کور په کور ترسره کېدل، خو اوسمهال په ټول زابل کې ترسره کېږي.

د هغه په خبره، د ولایت مقام په ګډون ټول ارګانونه ورسره همکاري کوي.

نوموړي وویل:" امادګۍ خو دا دي چې پخوا یوازې په دریو ولسوالیو کې کور په کور کمپاین ترسره کیده، خو اوس په ټول ولایت کې ترسره کیږي، یعني یو کور هم بې واکسینه نه پاتې کیږي. ټول ارګانونه په همدې کې مصروف او همکاره دي."

همدارنګه د زابل اوسېدونکی، فضل احمد وایي، په کندهار ولایت کې د پولیو ویروس وروستیو نویو مثبتو پېښو دې ته متوجه کړو تر څو خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسینونه ورکړو.

نوموړي وویل: "پولیو واکسین خو زموږ [د ماشومانو] لپاره ډير ښه دی او دلته زموږ په سیمه کې ټولو کوچنیانو ته واکسین ورکول کېږي. دا اوس په کندهار کې د پولیو څلور مثبتې پېښې شوي، نو موږ دې ته متوجه شوي یو چې خپلو کوچنیانو ته دا واکسین ورکړو. دا د ټولو لپاره ډير ښه دی، ځکه مونږ ویریږو چې دا ویروس زموږ په کلي او کوچنیانو کې خپور نه شي."

د زابل د عامې روغتیا ریاست مسؤلین پداسې حال کې پدغه ولایت کې د پولیو پر وړاندې د جدي تدابیرو د نیولو څخه خبر ورکوي، چې پولیو اوس هم په افغانستان کې د ماشومانو د روغتیا په برخه کې یوه جدي ستونزه ده.

بلخوا ډاکټران وايي چې پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې د واکسين په مټ د مخنیوي او له منځه وړلو وړ ده. کوم ماشوم چې په دې ناروغۍ اخته شي په ټول عمر کې به فلج او معیوبه وي او یا به هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG