د لاس رسي وړ اتصالات

خلیل زاد: افغانستان دي د عراق تجربه نه تکراروي


د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد د امریکا غږ د خبریال حسیب الکوزي سره د مرکې پرمهال
د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد د امریکا غږ د خبریال حسیب الکوزي سره د مرکې پرمهال
د افغانستان دپاره د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد وايي چې د افغانستان ټینګار چې وايي د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي قرارداد د طالبانو سره د مخامخ خبرو وروسته لاس لیکوي او یا یو شمیر نور شرایط لري یواځي پاکستان او طالبانو ته دهغه په وینا د ویټو صلاحیت ورکوي چې په دې مزاکراتو کې نفوذ پیدا کړي او مزاکرات د اصلي مسیر څخه دباندي وباسي.

دا په داسي حال کې ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اکټوبر میاشت د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي قرارداد د لاس لیکېدو دپاره وروستی مهلت ټاکلی دی. په ۲۰۱۱ کال کې د عراق او امریکا ترمنځ پر عین امنیتي قرارداد باندي د دواړو خواوو ترمنځ توافق حاصل نسو او په لړ کې یې امریکا خپل ټول ځواکونو د هغه هېواد څخه راوایستل. داسي اندېښنې موجودې دي چې عین خبره په افغانستان کې تکرار نشي. په عراق او افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد وايي چې د یادشوي تجربې د تکرار امکان سته او په کار ده چې افغان حکومت په خپلو چنو کې ډیر لیري ولاړ نشي .

ښاغلي خلیلزاد همدغه راز وویل چې ولسمشر کرزی د یو شمیر شخصي دلایلو پر اساس هم نه غواړي چې امنیتي قرارداد د امریکا سره لاس لیک کړي ځکه د هغه په وینا ولسمشر کرزی اوس هم د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو وروسته انکشافاتو له کبله او دا چي په امریکايي مطبوعاتو کې یې کورنۍ د اداري فساد سره تړل شوې ده، خفه او په غوصه دی خو ښاغلي خلیل زاد وویل چې ،،امریکا دي یواځي په دې خاطر چې ولسمشر کرزی نه غواړي چې امنیتي قرارداد لاس لیک کړي، د ټول افغانستان څخه مخ نه اړوي بلکې نوي ولسمشر ته دي منتظره شي.،،

د امنیتي تړون په هکله د نورو جزیاتو لپاره او دا چي ښاغلی خلیل زاد د افغانستان په راتلونکو ټولټاکنو کې ځان کاندیدوي او که نه او د افغانستان د راتلونکي سیاسي انتقال په هکله یې نظر څه دی په لاندې لینک باندي د امریکا غږ د خبریال حسیب الکوزي سره د هغه بشپړه مرکه اوریدلای شیْ.


  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG