د لاس رسي وړ اتصالات

اشرف غني: پاکستان او طالبان یو پر بل تکیه لري


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په افغان سولې کې د پاکستان رول ځکه مهم دی چې دغه هېواد او طالبان یو پر بل تکیه لري.

نوموړي تېره شپه په اسلام کې اباد کې د ستراتیژیکو متالعاتو په انسټیټیوټ کې د پاکستان او افغانستان پر اقتصادي اړیکو، ټاپي پروژې او سیمه یزي سوداګرۍ هم اوږدې خبري کړي.

دغه غونډه چې د پاکستان د بهرنیو د وزیر شاه محمود قریشي ترڅنګ، ډیپلوماټانو، استادانو او محصلینو هم پکې ګډون کړی و ښاغلي غني ویلي چې نوموړی د یو خپلواک هېواد د ولسمشر په توګه پاکستان ته تللی او ټینګار یې کړی چې افغانستان د نورو استعمار نه مني.

ښاغلي غني د خپلې وینا په وروستۍ برخه کې د افغان سولې بهیر ته په اشاره ویلي، چې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې د پاکستان رول ځکه مهم دی چې دغه هېواد او طالبان یو پر بل ټینګه تکیه لري.

هغه ویلي:"د پاکستان او طالبانو ترمنځ یو بل باندې ډېره قوي تکیه وجود لري، موږ ته په کار ده چې په دې پوه شو، د دې لپاره چې د یو جګړیز حالت نه د همکارۍ خواته حرکت وکړو، د یو پروګرام له‌مخې عمل ته اړتیا ده."

ولسمشر محمد اشرف غني پرون پنجشنبه د دغه هېواد د صدراعظم عمران خان په بلنه په دوه ورځني رسمي سفر پاکستان ته تللی دی.

ښاغلي غني د دغه هېواد له صدراعظم عمران خان، ولسمشر عارف علوي او یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو او د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره لیدلي دي.

د ارګ د معلوماتو له‌مخې ولسمشر غني نن جمعه په اسلام اباد کې د افغان کډوالو له استازو سره هم لیدنه کې ویلي چې له پاکستان سره جنجال نه بلکې ملي خپلواکۍ ته پر متقابل درناوي او ملي ګټو ولاړې اړیکې غواړي.

نوموړي ویلي پاکستان ته یې د سفر هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د نورمالو اړیکو او باور فضا رامنځته کېدل دي، هغه زیاته کړې:"افغانان نه چاته په ننواتې ورځي او نه یې هم څوک حقونه تر پښو لاندې کولای شي."

ښاغلي غني همدارنګه ویلي، چې د خپلو خلکو د ستونزو د ختمولو لپاره سوله غواړي: "موږ سیاسي حل لارې ته چمتو یوو، خو د دې لپاره نه چې طالبان زورور دي، بلکې په هېواد کې د جنګ، ناورین او د خپلو خلکو د ستونزو د ختمولو لپاره."

نوموړي د دغه هېواد له سیاسي مشرانو سره هم لیدنه کې ویلي هېواد یې د افغانستان او پاکستان په ګډون د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د دوستانه اړیکو غوښتونکی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې شاه محمود قریشي، ولسمشر غني ته ډاډ ورکړی چې هیواد یې د سولې په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي، خو افغان چارواکو بیا تل له پاکستان څخه په دې برخه کې د عملي همکارۍ غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG